محکمه: جرمني بايد يوې افغاني کورنۍ ته ويزه ورکړي
۱۴۰۴ تیر ۱۷, سهشنبهد آلمان يوې اداري محکمې پرېکړه کړې ده چې د دغه هيواد حکومت بايد هغي افغاني کورنۍ ته ويزه ورکړي چي له افغانستان څخه د زيانمنونکو افغانانو د رايستلو پروګرام په چوکاټ کي ورسره ژمنه سوې وه.
د آلمان د حکومت هغه پروګرام چي له مخي يې له افغانستان څخه هغه افغانان راوباسي چي د آلمان له پوځ او نورو سازمانو سره يې کار کړی وي په ځانګړې توګه هغه کسان چي هلته له خطر سره مخامخ دي د نوي حکومت په راتګ سره ځنډول سوی دی.
د دغه پروګرام له مخي د المان د کډوالو چارو اداري د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر مياشت کي يوې افغاني او د هغې کورنۍ ته په آلمان کي د منلو ژمنه ورکړه.
دغه کورنۍ اوس په پاکستان کي ده، چيري چي يې د آلمان سفارت ته د ویزې غوښتنه وړاندي کړې ده. تر اوسه پوري هغې ته ويزه نه ده ورکړل سوې. دغي کورنۍ محکمې ته پخپله فوري عريضه کي ويلي دي چي د ويزې ترلاسه کولو حق لري او نور نسي کولای په پاکستان کي پاته سي، ځکه چي هغوی افغانستان ته له اخراج سره مخامخ دي چيري چي به يې ځان او کورنۍ په خطر کي وي.
د برلين اداري محکمې د دوشنبې په ورځ د دغي کورنۍ پر فوري عريضې موافقه وکړه او اعلان يې وکړ چي د آلمان حکومت باید دغي کورنۍ ته ويزه ورکړي. خو د آلمان حکومت کولای سي دا روښانه کړي چي دوی په کومو شرايطو سره غواړي چي د زيانمنونکو افغانانو د منلو پروګرام ته دوام ورکړي يا يې ختم کړي. د دې پريکړي په جريان کي د آلمان حکومت کولای سي د نورو ژمنو له ورکولو څخه ډډه وکړي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د ارقامو له مخي د روان کال د جون مياشتي تر ۲۰ نېټې پوري د هغو کسانو شمېر چي په آلمان کي د منلو ژمني يې تر لاسه کړي دي ۲۴۰۰ کسان دي چي په پاکستان کي د ويزې ترلاسه کولو له پاره ناست دي.