ماس غوښتل په افغانستان کې د ناورين پر مهال استعفا ورکړي
۱۴۰۰ بهمن ۱۶, شنبهد آلمان د بهرنیو چارو پخواني وزیر هایکو ماس د شنبې په ورځ له «زود دویچه څایټونګ» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې نوموړي په هغه وخت کې د صدارت د مقام له پاره نوماند اولاف شولڅ، چې اوس د آلمان صدراعظم دی سره د خپلې استعفا په اړه خبرې کړې وې.
هایکو ماس په دې اړه وویل: «که یو څوک هره ورځ په ورځپاڼو کې ولولي چې باید له خپلې دندې استعفا وکړي، په دې صورت کې که وغواړي او که ونه غواړي په دې اړه فکر کوي.»
ماس زیاته کړه چې هغه استعفا ته چمتو و او دغه موضوع یي اولاف شولڅ ته هم وړاندیز کړې وه. خو دوی په ګډه دې نتیجې ته رسیدلي وو چې په هغې وخت کې به دا اقدام ناسمه پریکړه وي.
هغه وویل چې په یوه نظامي وضعیت او له افغانستان څخه د ملکي خلکو د انتقالولو پر مهال استعفا به یي رامنځته شوی وضعیت لا پسې پيچلی کړی وای. د هغه په خبره «دغه اقدام تر ټولو دمخه د هغو خلکو په ضرر تمامیده چې په افغانستان کې زمونږ مرستو ته یي هیله درلوده.»
ماس له خپلو دغو څرګندونو سره د تیر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو او په بیړه له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو موضوع ته اشاره وکړه.
هغه وویل چې له اوسني ائتلافي حکومت سره د تعلق نشتوالی یي، په افغانستان کې د وضعیت له خرابوالي سره هیڅ ډول ارتباط نه لري، بلکې تر دې ډیر پخوا په پام کې نیول شوی وو او د بهرنیو چارو وزیر په توګه د انتصاب پر مهال ده ته مشخصه شوې وه چې دغه مقام به د یوې محدودې حکومتي دورې له پاره وي.
ماس واضحه کړه چې دا کار «د سیاسي شرایطو په ارتباط» یوه مسئله وه، ځکه د ده له نظره یوازې د دې امکان شتون درلود چې د تیر کال په مني کې ترسره شوو ټاکنو کې د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند به یا د اپوزیسیون په موقعیت کې قرار ونیسي او یا به د بریالیتوب په صورت کې د صدارت مقام ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه په دواړو صورتونو کې د بهرنیو چارو وزارت دې ګوند پورې تعلق نه نیولو، له دې امله یي د بهرنیو چارو وزارت له مقام سره خدای پاماني له انتظاره لیري خبره نه وه.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص