له جرمني څخه يوه بله ډله نه منل سوي افغان مهاجر اخراجيږي
۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سهشنبهله جرمني څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ له پيل راهيسي تر اوسه پوري په ۳۱ پروازونو کي ۸۳۷ نارينه مهاجر افغانستان ته اخراج سوي دي.
له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ ډيره جنجالي ده. د مهاجرو پلوي سازمانونه او ځيني سياستوال د افغانستان امنيتي وضعيت خراب ښيي او ځيني بيا وايي چي هلته داسي سيمي سته اخراج سوي مهاجر دي پکښې ژوند وکولای سي.
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تادامچي ياماماتو، د تيرکال په دسمبر مياشت کي ويلي ول چي په افغانستان کي په تيره يوه لسيزه کي د وژل سوو او ټپيانو شمېر تر۱۰۰زرو اوښتی دی.
د امريکا متحده ايالاتو او وسله والو طالبانو استازي له دسمبر مياشتي راهيسي يووار بيا له سياسي لاري د افغانستان د اوږده بحران ختمولو له پاره خبري اتري پيل کړي دي.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو تيره اوونۍ وويل چي امريکا له طالبانو څخه غوښتي دي چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو توافق تر لاسليک مخکي دي زورزياتی کمول په اثبات ورسوي.
(N.Z/S.R(dpa