له ایران او پاکستان څخه د خبریالانو د اخراج د مخنیوي کمپاین
۱۴۰۴ مرداد ۲۰, دوشنبهله ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج په شديدو سره، د افغانستان له رسنیو څخه د ملاتړ سازمان له دغو دواړو هیوادونو څخه د افغان خبریالانو د اخراج په هکله خپله اندیښنه ښودلې ده.
نوموړي سازمان د هغو افغان خبریالانو د ملاتړ په هدف یو کمپاین پر لاره اچولی دی چې د اخراج له گواښ سره مخامخ دي.
ددغه کمپاین هدف، د خبریالانو د اجباري اخراج توقف، د نړیوالې ټولنې د پام اړول او ډاډمنو هیوادونو ته د هغوی د انتقال د بهیر چټک کیدل دي. په همدې اړه ، له خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان د ټولنیزو شبکو له کارونکو څخه غوښتي دي چې له دغه خوځښت سره یو ځای او د خپل ملاتړ ږغ تر نړیوالو پورې ورسوي.
ددغه کمپاین اصلي پیغامونه «له ایران او پاکستان څخه د خبریالانو اخراج بند کړئ»،«ډاډمنو هیوادونو ته د خبریالانو د انتقال بهیر گړندی کړئ.» او«خبریالي کوم جرم نه شمیرل کیږي» دي.
علاوه پردې، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي دي چې ددغه سازمان مشرتابه هیئت په جلاوطنۍ کې د خبریالانو وضعیت ته د رسیدگۍ له پاره ، په پاکستان او ایران کې اوسیدونکو یو شمیر افغان خبریالانو سره یوه آنلایني ناسته جوړه کړه.
په دې غونډه کې خبریالانو خپلو ستونزو ته په اشارې سره وویل چې پر وخت د ویزې نه تمدید، د دغو هیوادونو د پولیسو د ځواکونو له خوا د سفارتونو او نړیوالو ادارو د رسمي لیکونو باطلیدل، د امنیتي فشارونو او محدودیتونو زیاتوالی، مستقیم او غیر مستقیم ګواښونه، او ستونزمن اقتصادي او قانوني شرایط د دوی له مهمو ستونزو څخه دي.
دغه سازمان له نړیوالو ادارو څخه د مدافع وکیلانو د گومارلو، د ایران او پاکستان له چارواکو سره د افغان خبریالانو د ملاتړ له پاره د همکارۍ، د ملاتړ د ځانګړي صندوق د جوړولو، د اعتبار وړ پېژندپاڼو د ورکولو، د ځانګړو روزنیزو کورسونو د جوړولو او د خبریالانو وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو له پاره له ډیجیټل وسیلو د کارولو له پاره د مالي ژمنو غوښتنه کړې ده.
دغه کمپاین په داسي حال کې پرلاره اچول کیږي چې ایران او پاکستان په دا وروستیو کې د افغان مهاجرو اخراج چې پکښي خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم شامبلیږي ، پیل کړی دی. ډیری دغه خبریالان په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه تښتیدلي او یا هم په نورو هیوادونو کې د بیا میشتیدو په تمه دي.