آلمان: په خپله خوښه د بيرته ستنيدنکو مهاجرو شمير ډیر ټيټ شوی
۱۳۹۷ دی ۱, شنبهسږکال په آلمان کې د هغو بهرنيانو شمير چې مجبور دي له دغه هيواده څخه ووځي، د ۲۰۱۷م کال په پرته د پام وړ راښکته شوی دی. د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د روان کال په لمړيو لسو مياشتو کې ۱۴ زره کسان په خپله د آلمان څخه وتلي دي.
د آلمان د ملکنبورګ فورپومرن ايالت د کورنيو چارو وزير لورنس کافير چې د «مسيحي دموکرات ګوند» څخه دی وايي: «په آلمان کې ډير کسان اوسيږي چې د اقتصادي ستونزو له امله دلته راغلي او دې ته موظف دي چې بيرته ستانه شي. اوسمهال د دغو کسانو ډيری يې په ډيره سختۍ په خپله خوښه بيرته ستنيږي.»
د اکتوبر مياشتې تر پايه پورې، شاوخوا ۲۳۵ زره کسان دې ته مکلف ول چې بايد له آلمان څخه ووځي. له دې ډلې څخه ۱۷۸ زرو يې د بشردوستانه دلايلو له مخې، موقتې ويزې (دولدونګ يا د اخراج د شاته اچولو سند) ترلاسه کړي دي.
د اخراجونو په شمير کې توپير
که څه هم، په ۲۰۱۸م کال کې د مهاجرو اخراج تر يوه حده ډير شوی، خو د اخراجي مهاجرو په شمير کې دومره ستر بدلون نه دی رامنځ ته شوی. د روان کال تر اکتوبر مياشتې پورې له ټول آلمان څخه يوازې ۲۰۱۲۲ بهرنيان اخراج شوي دي چې دغه شمير د تيرکال (۲۰۱۷) همدې مودې اخراجونو په پرتله يوازې ۱۰۳ اخراجه لوړ دی.
د آلمان د زاکسن انهالت ايالت د کورنيو چارو وزير هولګر شتهالکنشت چې د آلمان د ايالتي کورنيو چارو وزيراتو د کنفرانس مشر هم دی، ويلي دي چې حاضردمه د اخراج شاوخوا ۴۰ سلنه پروګرامونه د مبدا يا د مهاجرو د اصلي هيوادونو د مقاومت له کبله ناکام دي.
د مهاجرت سترې غونډې جوړيدو ته هڅې
د نوموړي په ايالت کې هم د دا ډول ناکامو دوسيو شمير لوړ دی. شتالکنشت د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د بهرنيو چارو وزارت بايد پر هغو ايالتونو چې په دې برخه کې همکاري نه کوي، فشارونه ډير کړي.
د نوردراين ويستفالن ايالت د کورنيو چارو وزير يواخيم شتامپ چې د «آزاد دموکراټانو» له ګوند څخه دی ويلي دي چې ډير ژر به د آلمان ايالتونو تر منځ د «مهاجرت سرتاسري غونډه» جوړه شي. هغه ويلي دي چې اوسمهال په دې اړه لمړنۍ خبرې اترې روانې دي.
دویچه وله / ع. ح / م. ک. ص
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: