لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ښخو د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې مظاهرې وکړې
د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت د نړۍ په بیلابیلو برخو کې ښخو د خپلو حقونو له پاره مظاهرې وکړي. په فلیپین کې په زرونو ښځو د ولسمشر رودریګو پر ضد اعتراضونه وکړل. هغه په وار وار سره د ښځو پر ضد څرګندونې کړې دي. په هسپانیا کې هم په زرونو ښځو اعتصابونه وکړل چې په دې هیواد کې د ښځو او نارینه و تر منځ نابرابري ته پام واړوي. تمه کیږي چې په برلین کې هم مظاهرې وشي.
د کابل برید د تلفاتو کچه لوړه شوه
یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پنجشنبې ورخې د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۱ تنو ته لوړ شوی دی. دغه برید چې هاوان مرمیو په توغولو سره ترسره شو، نزدې ۱۰۰ تنه نور کسان ټپیان کړي هم دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، د جمعې په ورځ وویل چې د ټپیانو په ډله کې افغان امنیتي ځواکونه هم شامل دي.
طالبانو په سرپل ولایت کې یوه ښځه په درو وهلې
طالبانو د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې یوه ښځه د نامشروع جنسي اړیکو په تور صحرايي محاکمه کړې ده. د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني، په حواله دغه ښځه د سنچارک ولسوالۍ د تبر سیمې اوسیدونکې وه چې طالبانو په عام محضر کې په درو وهلې ده. د اماني په خبره طالبانو دغه پریکړه تر خپل کنترول لاندې یو سیمې کې عملي کړې ده.
په نزدې ټولې وینزویلا کې بریښنا نه شته
د وینزویلا هیواد په ډیرو برخو کې د پنجشنبې ماښام ناوخته راهیسې بریښنا قطع ده. د رسنیو د رپوټونو په حواله د دې هیواد د ۲۴ ولایتونو څخه په ۲۳ کې یې بریښنا نه وه. په پلازمینه کراکاس کې ترافیکي ګډوډۍ رامنځ ته شوې ده. د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، د «سبوتاژ» خبره کړې خو کوم ثبوت یې نه دی وړاندې کړی. هغه په دې تړاو پر امریکا متحده ایالاتو باندې تور لګولی دی.
د فنلند هیواد کابینې استعفأ وکړه
تر پارلماني ټاکنو شاوخوا پنځه اوونۍ مخکې د فنلند هیواد کابینې خپله استعفأ وړاندې کړې ده. د دې هیواد د جمهوري ریاست دفتر ویلي دي چې لومړي وزیر یوها سیفیلي، د فنلند له ولسمشر څخه غوښتي دي چې د کابینې استعفأ ومني. د استعفأ لامل په ټولنیزو او روغتیايي پالنو کې د اصلاحاتو په برخه کې ناکامي ښوول شوې ده.
د ترمپ د کمپاین پخوانی مشر په نزدې څلور کاله زندان محکوم شو
د دونالد ترمپ د کمپاین پخوانۍ مشر پاول مانوفورت، ته کابو څلور کاله د بند سزا اورول شوې ده. په ویرجینیا کې یوې محکمې هغه په درې کاله او یوولسو میاشتو بند محکومت کړی دی. تر دې مخکې یوې محکمې هغه د بانکي او مالیاتي درغلیو په برخه کې مجرم بللی وو. ویل شوي دي چې هغه په میلیونونو ډالر له حکومت څخه چې د مشورو ورکولو له لارې یې ګتلي ول، پټ کړي دي.