لنډ خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو له کوره تښتيدلې نجلۍ او هلک په درو وهلي
وسله والو طالبانو په فارياب ولايت کې يو هلک او نجلۍ چې له کوره تښتيدلي ول او غور ولايت ته تللي ول، په عامه محضر کې په درو وهلي دي. د فارياب د پوليسو وياند وويل چې دغه کسان د خپلو کورنيو له خوا بيرته خپل استوگنځای ته راگرځول شوي ول او د دوشنبې په ورځ د يوې غير قانوني محکمې وروسته په درو وهل شوي دي. ويل شوي چې پيښه د فارياب په هغه سيمه کې رامنځته شوې ده چې کنترول يې د طالبانو په لاس کي ده.
افغانستان: د کال له پيل راهيسې کابو ۲۰۰۰۰ کسان بې ځايه شوي
په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي له کبله د روان ميلادي کال له پيل راهيسې ۱۸زره او ۵۰۰ کسان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي. د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له خوا ويل شوي دا شميرې ښيي چې په اوسط ډول هره ورځ ۳۸۵ کسان بې ځايه کيږي. ويل شوي چې د هیواد ختيځې او لويديځې سيمې تر ټولو زياتې اغيزمنې دي.
په هند کې هرکال دوه ميليونه نجونې د توپیري چلن قرباني کیږي
د «ايس او ايس ماشومانو د کلي» په نامه مرستندويه ټولنې په حواله په هند کې هر کال دوه ميليونه نجونې له منځه وړل کيږي. د دغه ټولني د آسيا د برخي مشرې شوبتا مورتي وويل: «نجونې د سقط جنين له لارې او يا تر زيږيدو وروسته په قتل رسیږي او يا ورته سمه پاملرنه نه کيږي.» د نوموړې په حواله په دې توگه د ښځو او نارينه وو د متوازن نسبت له پاره د کابو ۶۳ ميليونه ښځو کمښت ليدل کيږي.
سوريه: په غوطه کې پر اوربند سربيره نښته روانه ده
د روسيې له خوا د سوریې د ختيځ غوطه له پاره اعلان شوی اوربند د پيليدو سملاسي وروسته مات شوی دی. حکومتي ځواکونو پر دغه سيمه هوايي او د درنو وسلو بریدونه کړي دي چې له امله یې يو ماشوم وژل شوی دی. دا خبر بشري حقونو د څار سوريایي ټولنې ورکړې خو دولتي رسنۍ بيا د ياغيانو له خوا د بريدونو څخه خبري کوي. ملگرو ملتونو وکولای شول يوازي دا تائید کړي چې په غوطه کې پر اوربند سربيره هم نښتې رواني دي.
په ختیځه غوطه کې د زهرجن گاز د احتمالي بريد په اړه څيړنې
د ديپلوماتانو په حواله د کيمياوي وسلو د منع سازمان «او پي سي ډبليو» په دې اړه پلټنې کوي چې پر ختیځه غوطه د يکشنبې د ورځې د بريد په ترڅ کې زهرجن گاز کارول شوی که نه؟ د امريکا متحدو ایالاتو او فرانسې وروسته اوس بريتانيا هم چمتووالی ښوولی چې که چیري د زهرجن گاز کارول ثابت شي نو د سوریې د ځواکونو پر ضد به په شريکو پوځي عملياتو کې برخه واخلي.
پاپوا نوي گيني: زلزلې درنه مرگ ژوبله اړولې
په پاپوا نوي گيني کې تر سختې زلزلې کابو يوه ورځ وروسته ځايي رسنيو د لږ تر لږه ۳۰ تنو د وژل کيدو خبره کړې ده. ويل شوي دي چې د هيواد د مرکزي سيمې په ميندي ښار کې ۱۳ تنه وژل شوي دي. همدا راز په کوتوبو او بوساو ښارونو کې د ۱۸ تنو د وژل کيدو خبرونه ورکړل شوي دي. همدا راز ويل شوي دي چې په زلزله کې تر ۳۰۰ زيات انسانان ټپيان شوي دي. د ریشتر پر مقياس د ۷،۵ درجې دې زلزلې ډيري ودانۍ او سړکونه هم وران کړي دي.