لنډ خبرونه په متن او انځور کې
افغانستان او پاکستان سختې زلزلې لړزولي
يوې سختې زلزلې د افغانستان شمال ختیځې برخې لړزولي دي. د يو ايس جي ايس د زلزلې د څار امريکايي ادارې په حواله د ريشتر په مقياس د زلزلې اندازه ۶،۱ وه. د زلزلې مرکز د تاجکستان پولې ته څيرمه د هندوکش د غرونو کې کابو ۱۸۹ کیلومتره ژور وو. د زلزلې ټکانونه په اسلام آباد او هند کې حس شوي دي. د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د زلزلې له کبله د يوه کور د چت ړنگيدو له وجې يو څو مياشتينی ماشوم وژل شوی دی.
يو لوړ پوړې افغان امنيتي پلاوی پاکستان ته تللی
د افغانستان د استخباراتې ادارې مشر معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د یوه ناڅاپی سفر په ترڅ کې اسلام آباد ته رسیدلي دي. دغه سفر یوازي څو ورځي وروسته له هغې تر سره کیږي چې د افغاسنتان پلازمینه کابل د څو پرله پسې خونړیو تروریستی بریدونو شاهده وه. ویل شوي چې د دې سفر هدف پاکستاني چارواکو ته د هغو شواهدو سپارل دي چې د افغانستان امنيتي بنسټونو موندلي دي.
ترمپ: گوانتنامو زندان به ونه تړل شي
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نه غواړي د گوانتنامو زندان وتړي. نوموړي ملت په خپله لومړۍ کلنۍ وينا کې وويل چې ترهگر عادي جنايتکار نه بلکې زموږ دښمنانان دي. ولسمشر ترمپ يو فرمان لاسليک کړی چې د مخې به یې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د گوانتنامو د زندان د تړلو لارښونه لغوه شي. نوموړي د امريکا د اتومي وسلو د عصري کولو او د مهاجرت د اصلاحاتو او د زيربناو د عصري کولو يادونه وکړه.
په سوچي کې د سوریې د سولې په اړه خبرې اترې پای ته ورسيدې
د روسیې، ايران او ترکیې په نوښت نړيوالو استازو د روسيې په سوچي ښار کې په دې اړه سلامشورې وکړې چې په سوريه کې تر کورنۍ جگړې وروسته څه بايد وشي. د غونډې په شريکه بيانيه کې ويل شوي چې يوازې د سوریې ولس د نوي حکومت په اړه بايد تصميم ونيسي. همدا راز د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلوغوښتنه شوې. کنفرانس يو کميسیون هم گمارلې څو د سوریې په اساسي قانون کې بدلون په تړاو مشورې وکړي
م.م. په عدن کې د بې ځايه شويو په اړه انديښنه څرگنده کړې
ملگرو ملتونو د هغو تر ۴۰ زرو زيات بې ځایه شويو يمني وگړو په هلکه اندیښنه څرگنده کړې چې په عدن ښار کې يې پنا اخيستې وه او اوس د حکومتي ځواکونو او ياغي مليشو ترمنځ په خونړۍ جگړه کې گير پاتی دي. د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې ویلي چې تر هغه وروسته چې ياغيانو د يکشنبې په ورځ د عدن ښار ډيره برخه نيولې ده دوی مرستندويه توکي نه شي ويشلای.
نتنياهو: د اسرائیلو د امنيت په ټینگښت کې د آلمان د ونډې له کبله مننه کوو
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامن نتنياهو د خپل هيواد د امنيت په ټينگښت کې د آلمان د ونډې ستاينه وکړه. نوموړي د آلمان د بهرنيو چارو د وزير زيگمر گابريل سره تر ملاقات وروسته وويل چې غواړي د دې له پاره د آلمان د حکومت څخه مننه وکړي. گابريل د منځني ختيځ په شخړه کې د دوو دولتونو پر حل لاره ټینگار وکړ. ده په عين حال کې د يمن د کورنۍ جگړې او يا د لبنان په څير سيمه ایزو بحرانونو کې د ایران پر نقش نيوکې وکړې.