لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پوتین په راتلونکي کال کې له امریکا سره د ښو اړیکو هیله کړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتن په راتلونکي کال کې له خپل امریکایې سیال دونالد ترامپ سره د ښو اړیکو هیله څرګنده کړې. د کرملين په حواله پوتين ترامپ ته د نوي کال د مبارکۍ په پیغام کې د متقابل احترام پر بنسټ پر رغنده خبرو اترو ټینګار کړی دی. په پیغام کې راغلي دي چې دا کار کولی شي د اوږدمهاله ګډې همکارۍ عملي کیدو ته لاره هواره کړي.
د غزې په تراډه کې یو فلسطېنی وژل شوی
د امریکا د ولسمشر دونالد ترامپ له خوا د بیت المقدس په اړه د پریکړې پر ضد تر پراخو لاریونو وروسته یوه فلسیني د ژورو ټپونو له کبله سا ورکړې. د فلسطين د روغتیا وزارت ویاند ویلي دي چې دغه شل کلن فلسطینی د جمعی په ورځ د اسرائیلي پوځ په ډزو کې ټپي شوی وو. له دې سره په څه د پاسه دریو اونیو کې دا دریارلسم فلسطینی دی چې د اسرائیلو په هوایې بمبارۍ او شخړو کې وژل کیږي.
د حکومت په زرګونو پلويانو په ايران کې مظاهره وکړه
په ايران کې د دولت ضد احتجاجونو وروسته د حکومت په زرګونو پلويان هم کوڅو ته راوتلي ول. دولتي تلويزيون په پلازمېنه تهران او په دويم لوی ښار مشهد کې د مظاهره چيانو عکسونه خپاره کړي دي. احتجاجونه په ۲۰۰۹ کال کې د مظاهرو د پراخې څپې د کال ورځې په مناسبت وشول. د پنجشنبې په ورځ په مشهد کې د حکومت د منتقدينو په مظاهرو کې لږ تر لږه ۵۲ انسانان نيول شوي ول.
سلوانيا د کرواشيا د مخالفت سربېره هم سرحد نوی تعيين کړ
سلوانيا له ګاونډي هېواد کرواسيا سره سمندري سرحد له سره تعيينوي. تر يوه بین المللي قضاوت وروسته د بالکان د سيمې دغه هېواد نن ۸۰ سلنه د «پيران» ناندرئيزه سيمه نيسي او همدا راز سمندر ته وتلی يو کوريدور يا دهليز هم ورکول کيږي. کرواسيا د اروپايي اتحاديې په منځګړيتوب د تميز د محکمې دغه حکم نه مني او د سرحد امتداد بل ډول غواړي. دواړو هېوادونو اوس سيمې ته پوليس استولي دي څو خپل موقعیتونه ثابت کړي.
په اروپايي اتحاديه کې د پناه غوښتنو شمېر ډېر راټيټ شوی
په اروپايي اتحاديه کې د پناه غوښتونکو شمېر نيمايي ته راټيټ شوی دی. له جنورۍ تر سپتمبر مياشتې پورې تقريبا ۴۸۰ زره لومړنۍ عريضې ثبت شوې دي، چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي. په ۲۰۱۶ کال کې ۱،۲ ميليونو کډوالو په دغه اتحاديه کې د پناه غوښتې ده، په ۲۰۱۵ کال کې دغه شمېر ۱،۲۵ ميليونو ته رسېده. آلمان تر اوسه پورې په اروپايي اتحاديه کې د پناه غوښتونکو له پاره تر ټولو مهم هېواد دی چې ورته مخه کوي.
د مصر پخوانی ولسمشر مرسي يو وار بيا په بند محکوم شوی دی
د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي یو وار بیا د زنداني کیدو په سزا محکوم شوی دی. د قاهرې یوې محکمې دغه محافظه پاله سياستوال ګرم بللی چې څلور کاله مخکې یې په یوه عمومي غونډه کې عدلیې ته سپکاوی کړی دی. محکمې د دې کار له امله هغه ته د دریو کلونو د بند سزا غوښتنه کړې ده. مرسي په ۲۰۱۳ م کال کې د یوې تلویزوني وینا پر مهال پر قاضي تور لګولی وو چې په تیرو ټاکنو کې یې «درغلۍ» له پامه غورځولې دي.