لنډ خبرونه په متن او انځور کې
جماعت الاحرار ډله په دوو ډلو ويشل شوې
د پاکستاني طالبانو يوه جلا شوې ډله د خپل منځي اختلافاتو له کبله په دوو ډلو ويشل شوی ده. ويل شوي چې حزب الاحرار ډله به چې د شنبې په ورځ په ننگرهار ولايت کې رامنځته شوې، د مکرم خان په نوم د يوه قوماندان په مشرۍ فعاليت کوي. ويل شوي چې ده د عیسوي اقليت پر ضد د بريدونو، د ملکيانو د وژنې او تښتونې او نورو فعاليتونو پر سر چې دی یې غير اسلامي بولي، د جماعت الاحرار ډلې له مشر سره اختلاف درلود.
د ايران او عراق په سرحدي سيمه کې زلزلې درنه مرګ ژوبله اړولې
د ایران او عراق ترمنځ سرحدي سيمه کې د سختې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۰۰ انسانان وژل شوي دي. په دغه کرد ميشته سيمه کې گڼ شمير نور انسانان ټپيان شوي دي. ويل شوي چې اوس هم ډيري کسان تر ويجاړيو لاندې دي. د ۷،۳ درجې دغه زلزله د يکشنبې په ماښام وشوه. ترکیې ځپل شويو سيمو ته خوراکي توکي او درمل استولي دي. ملگرو ملتونو هم د مرستو وړاندیز کړی. عمومي منشي انتونيو گوتيرش وويل چې مرستندويه ځواک یې چمتو دی.
فراه: اته تنه پوليس وژل شوي
یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په فراه کې طالبانو اته تنه پولیس وژلي دي. د فراه ولایت ویاند محمد ناصر مهري، ویلي دي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ سهار د فراه ښار ته نزدې د پولیسو پر یوې پوستې باندي برید کړی دی. مهري زیاته کړې ده چې دغه برید له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو پوري دوام وکړ. د دې پيښې پړه پر طالبانو باندې اچول شوې ده.
اروپايي ټولنې د يوې دفاعي ټولنې اساس کښيښود
آلمان او د اروپا د اتحادیې ۲۲ نوروغړو هيوادونو پر پراخو پوځي همکاريو توافق کړی. په بروکسل کې د بهرنيو چارو او دفاع وزیرانو د داسی همکاریو هغه یو سند لاس لیک کړ چې د اروپايي دفاعي اتحاد بنسټ جوړوي. پر نورو سربيره د دفاعي بودجې په منظم ډول لوړول، پر وسلو د ځان سنبالولو په شريکو پروژو کې برخه اخيستل او د اروپايي اتحاد د چټک غبرگون ځواک له پاره د عسکرو چمتو کول په دې اتحاد کې د شاميليدو شرايط دي.
له يونانه په زرونه مهاجر وتلي دي
د روان ميلادي کال له پيل راهيسې د يونان څخه تر ۱۶۰۰۰ زيات پنا غوښتونکي بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي. دغه کډوال د مهاجرت د نړيوال سازمان په مرسته له يونان څخه وتلي دي. زياتره دغه کډوال د البانيا، پاکستان، بنگله ديش، افغانستان او همدا راز د شمالي افریقا د هيوادونو اتباع دي. دې پنا غوښتونکو ته بيرته په خپلو هيوادونو کې د ژوند د پيلولو په موخه د ۵۰۰ او ۱۵۰۰ يورو ترمنځ نغدي پيسې ورکول شوي دي.
ترمپ د آسيا د سفر په ترڅ کې له تجارتي پرمختگونو څخه خبره وکړه
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ آسيا ته خپل سفر مثبت ارزولی دی. نوموړي د فلېپين په پلازمينه مانيلا کې د جنوب ختیځې آسيا د دولتونو د ټولنې «آسيان» په سرمشریزه کې تر گډون د مخه وويل چې په هر ځای کې یې بې ساري تود هرکلی وشو. ده د تجارت په برخه کې هم د سترو پرمختگونو خبره وکړه. ترمپ د آسيا د خپل سفر په ترڅ کې له جاپان، جنوبي کوريا، ويتنام او فلېپين څخه ليدنه وکړه.
د بخښنې نړيوال سازمان د اسد رژيم په بشريت ضد جرمونو تورن کړ
د بخښنې نړيوال سازمان د سوریې پر حکومت درانه تورونه لگولي دي. د بشري حقونو دغه سازمان په لندن کې وويل چې د اسد د ځواکونو له خوا د يو شمير سيمو محاصره کول او له دغه ځايه د ملکيانو بې ځايه کول يو بشري جنايت دی. زياته شوې چې د بشارالاسد ځواکونو کلابند شوي ښارونه بمبار کړي او دغلته یې د مرستې د رسولو مخه نيولې ده. له دې کبله د ښار اوسيدونکي د خوراکي توکو، درملو او سوند توکو د سخت کمبود سره مخ ول.