لنډ خبرونه له انځور سره
د برازیل پخوانی ولسمشر باید زندان ته ولاړ شي
د برازیل پخوانی ولسمشر لویز ایناسیو لولا دې سیلویا، باید زندان ته ولاړ شي. د برازیل سترې محکمې تر یوې یوولس ساعته غونډې وروسته زندان ته د هغه له استولو سره موافقه وکړه. دغه سیاستوال په جنوري میاشت کې د ادارې فساد او پیسو سپینولو په جرم په ۱۲ کاله زندان محکوم شو. خو هغه له سترې محکمې څخه غوښتي ول چې د استیناف غوښتنې پر مهال او د محکمې د پریکړې تر نهایي کیدو پورې دې دی زندان ته وا نه ستول شي.
د پاکستان لومړی وزیر افغانستان ته سفر کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې لومړی وزیر شاهد خاقان عباس، به د جمعې په ورځ کابل ته یو ورځینی سفر او پر بیلابیلو موضوعګانو باندې بحث وکړي. د لومړي وزیر د سفر په اجندا کې د کابل او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته زمینه برابرول هم شامل دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو وختونو کې عباس ته، افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې وه.
طالبانو د کندز د برید د غچ اخیستلو ګواښ کړی
طالبانو ویلي دي چې په کندز کې د بريد په تړاو به له افغان هوايي ځواک څخه غچ واخلي. دغه برید چې د دوشنبې په ورځ په کندز کې د طالبانو تر کنترول لاندې پر یوې سیمې باندې شوی وو، طالبانو او ملکي کسانو ته سخته مرګ ژوبله واړوله. طالبانو د چهارشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې چې پکښې دغه برید غندل شوي او ژمنه شوې ده چې غچ به یې واخیستل شي.
د بالیوود ستوری سلمان خان په پنځه کاله بند محکوم شو
د بالیوود د فلمونو وتلی ستوری سلمان خان، د پنجشنبې په ورځ د یوه نادره ژوی د ښکار په جرم په پنځه کاله بند محکوم شو. ۵۲ کلن سلمان خان په جیپور کې د یوې محکمې له خوا په دې پیښه کې چې په ۱۹۹۸م کال کې رامنځ ته شوی دی مجرم بلل شوی دی. سلمان خان په دې کال کې د یوه فلم د يوې برخي د ثبت پرمهال له خپلو نورو هنرمندو ملګرو سره یوځای په غیر قانوني توګه یو ډول غرڅنۍ ښکار کړې وه.
فیسبوک ښايي تر هغه چې فکر کیده د ډیرو کسانو معلومات شریک کړي وي
د فیسبوک ټولنیزې شبکې له خوا د کاروونکو د شخصي اطلاعاتو رسوايي ښايي تر هغه لویه وي چې تر اوسه پورې یې فکر کیده. د فیسبوک د تکنالوژي د څانګې مشر مایک شروفر، ویلي، امکان لري چې دغې شبکې د تر ۸۷ میلیونو کاروونکو شخصي معلومات د کامبریج انالیتکا په نوم شرکت ته ورکړي وي. تر دې مخکې د ۵۰ میلیونو کاروونکو د معلوماتو خبره کیده.
امریکا پر روسیې باندې تازه بندیزونه لګوي
واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي دي چې امریکا متحد غواړي په روانه اوونۍ کې د روسیې پر ضد تازه بندیزونه وضع کړي. د امریکایي دولتي ادارو په حواله دغه اقتصادي بندیزونه به پر هغو کسانو باندې وضع شي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکې لري.