لنډ خبرونه له انځورونو سره
لنډ خبرونه له انځورونو سره
چین او امریکا د ملیارډونو ډالرو په ارزښت تړونو پر سر موافقې وکړې
د امريکا متحده ايالاتو او چین جمهور رييسانو دونالد ترمپ او شي جین پینگ د ۲۵۳،۴ ملیارډو ډالرو تجارتې موافقو خبر ورکړ. دغه قراردادونه چي د نورو ترڅنگ د انرژي، هوايي ترانسپورت او الکرونیک په برخه کي دي، په پیکینگ کي د دواړو دولتي مشرانو د لیدني کتني پر وخت لاسلیک سول. د موټر جوړولو او خوراکي موادو شرکتونه هم په دغو تړونونو کې شامل دي.
څارنوالۍ: یوې المانۍ نرسي لږ تر لږه ۱۰۶ ناروغان وژلي دي
د زاکسن د ایالت د پخوانۍ نرسي نیلیس ها. د قتلونو د سلسلې په قضیه کي پلټونکي اوس د ۱۰۶ ناروغانو د وژل کیدو گومان کوي. دغه خبره پولیسو او لويي څارنوالۍ د وژل سویو کسانو د عدلي طبي معایناتو ترسره کولو وروسته کړې ده. تر دې مخکي هغوی د ۹۰ مریضانو د وژل کیدو گومان کاوه. د شپږو جرمي قضیو چې دوو قتلونه هم په کي شامل دي، له کبله دغه پخوانۍ نرسه د عمري بند په جزا محکومه سوې ده.
آلمان په مخ پر ډیریدونکي ډول له خرابي هوا سره مخامخ کیږي
په جرمني کي خرابه هوا او باد او توفان مخ پر ډیردو دی. تیر کال دغه هیواد د جرمن واچ د جدول مطابق د اقلیمي رسک سره د مخامخ کیدونکو هیوادونو د ۶۴ ځای څخه ۴۲ ځای ته راکښته سوی دی. ۱۵ انسانان د سختي هوا، لکه باد او توفان او سیلابونو په سبب وژل سوي او څه نا څه څلور میلیارډه ډالره تاوانونه رسیدلي دي.
زمینس په زرهاو کارځایونه له منځه وړي
د زمینس الکترونیکي شرکت پر میلیارډونو گټو سربیره د زرونو کارځایونو له منځه وړل پلان کړي دي، په ځانګړې توګه د برق تولیدولو په دستگاو کي. د دغه شرکت رییس جوی کایزر، په مونشن کي وویل چي د برقي دستگاو د توربینونو او بادي برق په معامله کي د ډیره وخته راهیسي سخت رقابتونه روان دي او په هغه کی مناسب ځای تر لاسه کول اسانه نه دي. اټکل کیږي چي زمینس به څه نا څه ۴۰۰۰ کارځایونه له منځه یوسي.
اروپايي ټولني د وینزولا پر ضد اقتصادي بندیزونه پلانوي
د اروپايي ټولني هيوادونو د وینزولا پر ضد اقتصادي تعزیرات ومنل. د راتلونکي دوشنبې په ورځ به بیا د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو وزیران دغه تدابیر په رسمي توګه تصویب کړي. د ډیپلوماټیکو منابعو څخه ویل سوي دي چي د دغو تدابیرو پواسطه به جمهور رييس نیکولاس مادورو، د اپوزیسون سره د خبرو میز ته مجبوره سي چي په وینزولا کي اوسنی سیاسي بحران پای ته ورسیږي.