لند خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان د ترهگرۍ ضد قوانين اصلاح کړل
پاکستان د ترهگرۍ ضد قانون ته تغير ورکړې څو هغه ډلې چې د ملگرو ملتونو له خوا د ترهگرو سازمانونو په نوملړ کې شاملې شوي، د تروريستي سازمانونو په توگه ثبت شي. دا اصلاحات به د بمبي د بريدونو د طراح حافظ سعيد نيولو ته لاره هواره کړي. يوه دولتي چارواکي وويل: «دا په دې معنا ده چې هغه ټول افراد او سازمانونه چې د ملگرو ملتونو له خوا درجه بندي شوي، اوس د پاکستان د قوانين پر اساس هم منع دي.»
په کابل کې د گانډيو هيوادونو د پوځ مشرانو سره ولیدل
کابل نن د يو شمير گاونډيو هیوادونو د پوځ د مشرانو کوربه وو. د سيمې د ثبات او امنيت پر موضوع په جوړ شوي دې کنفرانس کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه هم گډون وکړ. د پاکستان، ازبکستان او قزاقستان د پوځ مشران به د مخدره موادو د قاچاق په هلکه هم په داسې حال کې خبرې وکړي چې په افغانستان کې د کوکنارو توليد يوې نوې لوړې کچې ته رسيدلی دی. په غونډه کې د امريکا او ناټو استازي هم برخه اخلي.
تيلرسن د داعش ضد جگړې د دوام غږ وکړ
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزیر ريکس تيلرسن پر داعش ضد ائتلاف غږ کړی چې د داعش تر بشپړې ماتې پورې ژمن اووسي او په عراق او سوريه کې د هغو سيمو د باثباته کولو په برخه کې مرسته وکړي چې د ترهگرۍ ډلې داعش څخه پاکې شوي دي. نوموړي په کویت کې د داعش ضد ائتلاف غړيو سره د خبرو اترو پر وخت وويل چې د دغه ډلې پر ضد د سترو عملياتو پای د دغه ډلې پر ضد د بريا د ترلاسه کولو په معنی نه ده.
جنوبي کوريا: د فساد په قضيه کې د پخوانې ولسمشرې يوه ملگرې د بند په سزا محکوم شوې
د جنوبي کوريا د پخوانې ولسمشرۍ پارک د فساد په قضيه کې محکمې د نوموړې يوه ملگرې د ۲۰ کالو د بند په سزا محکومه کړې. د فساد د دې افتضاح له کبله د تير کال په مارچ میاشت کې پارک گوين له دندې څخه گوښه کيدو ته اړ شوه. محکمې موندلې چې شوې پر نورو سربيره له دې کبله هم مجرم پيژندل شوې چې پر شرکتونو یې فشار راوړې څو د دې له موسساتو سره مرسته وکړي. نوموړې له پارک گوين سره له خپلو اړيکو څخه گټه پورته کړې ده.
د ترکیې او يونان د ساحلي پوليسو کښتۍ سره ټکر شوي
ویل شوي چې د ترکیې ساحلي پوليسو خپله يوه کښتۍ د يونان د ساحلي ساتونکو د گزمې له کښتۍ سره ټکر کړې ده او دې ته یې زيان رسولی دی. د يونان د رسنيو په حواله پيښه د اژې په جنوب ختيځ کې د اميه لانجمنو ټاپوگانو ته څيرمه رامنځته شوې ده. زياته شوې چې په کښتۍ له سپرو ۲۷ کسانو څخه یې يو هم نه دی ژوبل شوی. دا دويم ځل دی چې دا دول پيښه رمنځته کيږي.
د جنوبي افریقا ولسمشر زوما له واکه گوښه کيدو ته چمتو نه دی
د جنوبي افریقا ولسمشر ياکوب زوما د گوند له خوا د ده د بې واکه کولو پر وړاندې سخت مقاومت کړی. د رسنيو په حواله د ای اين سي د حکومتي گوند مشر کيرل رامپوسا زوما ته د گوند د مشرتابه له خوا له دندې څخه د گوښه کیدو غوښتنه شخصاً وړاندې کړی. خو ولسمشر زوما واضح کړې چې دغه غوښتنه به ونه مني. د افریقا د ملي کانگرس نومې گوند اجريوې کميټې د ولسمشر زوما څخه د واک د اخيستو پريکړه کړې وه.
ناټو په عراق کې د خپل ماموريت پر پراخولو غور کوي
ناټو د امريکا متحده ايالاتو د يوه وړانديز وروسته په عراق کې د روزنیز ماموريت د پراخولو پلان جوړوي. د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرگ په بروکسل کې وويل چې د دفاع وزیران به د پنچشنبې په ورځ په دې اړه سره سلامشورې وکړي. ده زياته کړه چې د ماموريت د پراخولو موخه به له دغه هيواد سره مرسته وي چې څو کاله یې د داعش پر ضد جگړه وکړه. د ماموريت د پراخولو په هلکه به نهايي تصميم په جولايي مياشت کې ونيول شي.