سپورتاروپا
قطر: جرمني د فټبال په نړیوال جام کي چانس له لاسه ورکړ
۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعهاعلان
که څه هم جرمني د کوستاریکا په مقابل کي د پرون شپې مسابقه ۴ پر ۲ وګټله، خو بیا یې هم يو پراتم فاینل ته کفایت و نه کړ. د دغه ګروپ په بله بازي کي چي جاپان او هسپانيا لوبيدل جاپان دوه پر یو لوبه وګټله او په دې سره يو پر اتم فاينل ته د جرمني د ورتګ مخه ونيول سوه.
د جرمني د ملي ټیم ترینر، هانزي فلیک د «سختي مایوسۍ» خبره وکړه او د «ژر تر ژره ارزیابۍ» اعلان یې وکړ، خو استعفا کول یې رد کړه.