قطر به په دوحه کې د اسرائیل برید ته څه ډول غبرگون وښيي؟
۱۴۰۴ شهریور ۲۰, پنجشنبهتراوسه، د قطر په پلازمینه کې پر یوې ودانۍ باندې د سه شنبې د ورځې د اسرائیل د برید په وړاندې چې له امله یې د حماس د ډلې د مشرتابه، په کښته کچه پنځه غړي او یو سیمه ایز امنیتي چارواکی ووژل سول، د دغه هیواد غبرگون تر لفظي غندلو پورې محدود وو.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، دغه برید غندلی او ويلي یې دي چې هیواد یې اسرائیل د «هغه د عواقبو مسؤل» گڼي.
د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو وویل چې دغه برید «په بشپړ ډول موجه» دی، ځکه چې حماس د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر پر ۷مه پراسرائیل باندې هغه ترهگر برید چې له امله یې څه د پاسه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل ونیول سول، سازماندهي کړی وو. نتاینیاهو همدارنگه دغه برید د بیت المقدس په ختیځه اشغالي سیمه کې له هغه برید سره په تړاو کې بللی چې له امله یې د دوشنبې په ورځ ۶ تنه ووژل سول.
اړوند:د امنيت شورا په قطر کې پر حماس باندې د اسرائيل د بريد په هکله مشوره کوي
حماس چې یوه اسلامپاله وسله واله ډله ده او د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهگري سازمان په توگه درجه بندي سوې ده، په دغه برید کې یوازې یې د لوړپوړي مذاکره کوونکي، خلیل الحیه د زوی هیمام الحیه وژل کیدل تأیید کړي دي.
د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې، په بهر کې د حماس رهبران، خلیل الحیه او خالد مشعل هم په نښه سوې ودانۍ کې حضور درلود. د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې ویې نه سوای کولای، هیڅ کوم یوه ته لاس رسی پیدا کړي.
ډیپلوماسي او د پوځي کړکیچ شدیدل؟
په بریتانیا کې میشت د «چتم هاوس» په فکري مرکز کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د برنامې مشرې صنم وکیل، ډویچه ویلې ته وویل: «دغه برید د ټولې سیمې له پاره د خطر یو زنگ دی، داسې یوه سیمه چې په هغې کې د ملگرتیا او عنعنوي اتحادونو پولې له سره تعریفیږي.»
هغې زیاته کړه: «د فارس د خلیج هیوادونه پوهیږي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د هغوی مشارکت له اقتصادي او امنیتي پلوه مهم دی، له همدې کبله په سختۍ سره کولای سو د اړیکو سمدستي قطع کول پیشبیني کړو.»
د اروپا د بهرنیو اړیکو په شورا کې څېړونکی، هیو لووات په دې کې شک ویني چې اوسنی وضعیت به د قطر او اسرائیل ترمنځ په تاوتریخوالي واوړي.
هغه ډویچه ویلې ته وویل: «قطر به په هیڅ صورت متقابل برید ونه کړي.» په بدل کې هغه ددې امکان ویني چې قطر کولای سي، د خپلې ملي شتمنۍ له صندوق څخه د اقتصادي فشارونو د راوستلو له پاره استفاده وکړي.
اړونده موضوع: قطر د اسرائیل او حماس ترمنځ خپل منځګړیتوب ځنډولی دی
په لندن کې میشت د «ازور ستراتیژی» په شرکت کې د بهرنیو چارو کارپوه، نیل کویلیام، هم ورته نظر لري.
هغه ډویچه ویلې ته وویل: «قطر د وضعیت خرابوالي ته تیار نه دی. متقابل برید اسرائیل لا شدید غبرگون ته اړباسي او په اوس وخت کې له دغه هیواد څخه د ملاتړ د تأمینولو له پاره، د امریکا پر متحده ایالاتو د دوحې باور متزلزل دی.»
قطر او د امریکا متحده ایالات همدارنگه ستراتیژیک متحدین هم دي. قطر په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي اډې تر ټولو ستر کوربه دی او د متحده ایالاتو له دافع هوا سیستمونو څخه استفاده کوي. په عین حال کې، د امریکا متحده ایالات د اسرائیل شریک او په غزه کې د اوسنۍ جگړې پیاوړی ملاتړ کوونکی دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ، د ټولنیزو رسنیو په یوه پوست کې څرگنده کړه چې پر قطر باندې د برید په هکله مخکې له مخکې هغه ته خبر نه وو ورکړل سوی. هغه وویل: «دا داسې یو تصمیم وو چې د [اسرائیل] صدراعظم نتانیاهو نیولی وو؛ داسي کوم تصمیم نه وو چې ما نیولی وي.»
ترمپ زياته کړې: «زه قطر ته د امریکا متحده ایالاتو د یوه قوي متحد او دوست په سترگه گورم او ددغه برید د ځای له امله ډیر ناآرامه یم» هغه همدارنگه اشاره وکړه چې په دې باور دی چې د حماس له منځه وړل بیا هم یو «ارزښتناکه هدف» دی.
آیا د غزې په هکله خبرې اترې په خطر کې دي؟
پر دوحې باندې د سه شنبې د ورځې برید، په غزه کې د اوربند او پس له تقریباً دوو کلونو د حماس د یرغملو د ممکنه آزادیدو په هکله د خبرو اترو وروستی پړاو گډوډ کړ.
د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن، په لومړي سر کې وویل چې دغه برید به قطر، د غزې د جگړې د پای ته رسولو په هکله له خپل هدف څخه ونه گرځوي.
هغه خبریالانو ته وویل: «قطر ددغې جگړې د بندولو له پاره له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه نه ده کړې او هر هغه څه به ترسره کړي چې په غزه کې د دښمنۍ او دغې جگړې د ختمیدو سبب سي.» هغه زیاته کړه چې د قطر منځگړیتوب به «ادامه پیدا کړي او هیڅ شی به موږ ددغه نقش له ادامې څخه ونه گرځوي.»
د اسرائیل او حماس ترمنځ د مهم مذاکره کوونکي په توگه دقطر ثابت سوی دریځ، د شخړې د دواړو خواوو سره، د هغوی د ځانگړو اړیکو پر بڼسټ ولاړ دی.
سره له دې، آل ثاني د چهارشنبې په ورځ، امریکایی خبري شبکې، سي ان ان ته وویل چې د حماس او اسرائیل ترمنځ خبرو اترو کې د خپل هیواد د نقش په هکله د «ټولو شیانو د بیا ارزونې« په حال کې دی.
هغه وویل: «زه په تیرو څو اونیو کې، حتی په ټوله پروسه کې، د بیا غور کولو په حال کې وم، چې نتانیاهو یوازې زموږ وخت ضایع کاوه.»
د کویلیام په نظر «کله چې خبره پر اسرائیل وي، قطر واقعاً په سیمه کې ډېرعالي منځگړی دی.»
دغې خبرې، په ځانگړې توگه له ۲۰۱۲ کال راهیسې، کله چې د حماس سیاسي رهبري له سوریې څخه د قطر پلازمینې دوحې ته انتقال سوه، لا ډیر اهمیت پیدا کړی دی. په هغه وخت کې، د امریکا متحده ایالاتو غوښتل چې ایران ته چې د دغې اورپکې ډلې کلک ملاتړی دی او دواړه د اسراییل او متحده ایالاتو سره گډ مخالفت لري، د انتقال مخه ونیسي.
واشنگټن گومان کاوه چې په دوحه کې به پر دغې ډلې څارنه آسانه وي.
د کویلیام په نظر، د قطر او حماس ترمنځ اړیکې کولای سو په ښه توگه یوه کاري اړیکه وبولو.
هغه وویل: «قطر په سیمه کې ډیر، د سیاسي اسلام څرگندولو ته لیواله دی. گاونډي هیوادونه لکه سعودي عربستان او عربي متحده امارات، په لا ښکاره ډول د اسلامي ډلو په وړاندي دریځ نیسي.»
هغه زیاتوي چې قطر همدرانگه د اسرائیل سخت منتقد او د سیمې له نورو هیوادونو څخه توپیر لري. په داسې حال کې چې د بحرین او عربي متحده اماراتو په څیر هیوادونه د ابراهیم د هوکړه لیک د برخې په توګه، چې په ۲۰۲۰ م کال کې د امریکا متحده ایالاتو په منځگړیتوب، رامنځته سو، له اسرائیل سره ډیپلوماټیکې اړیکې برقراره کړې.
سره له دې، هغه وویل که څه هم چې قطر، حماس ته د یوه سیاسي او مقاومت د غورځنګ په توگه درناوی لري، خو په ښکاره ډول یې پر غزې باندې د حماس پر انحصاري کنټرول ټینگار نه دی کړی.
په مجموع کې د قطر دریځ د اسرائیل له خوا ستایل سوی دی، ځکه چې د وخت په تیریدو سره یې د قطر له خوا د خبرو اترو پر مهارتونو باور کړی دی.
قطر او اسرائیل سره له دې هم رسمي اړیکې نه دي برقراره کړي، که څه هم چې هغوی له ۱۹۹۰ م کال راهیسې خپلې عملي اړیکې ساتلي دي.
د نتانیاهو د حکومت له پاره د خبرو اترو پر میز د قطر ساتل مهم دي، ځکه چې د غزې د جگړې د پای ته رسولو له پاره چې د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر پر اومه د حماس له بریدونو سره پیل سوه، له بهر او دننه څخه پر اسرائیل باندې مخ په زیاتیدونکي ډول فشارونه موجود دي.
له هغه وخته راهیسې، په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې روغتيا د وزارت د شمیرو په حواله چې په خپلواکه توګه تائيد سوي نه دي، خو تر ډېره د اعتبار وړ ګڼل کيږي، څه د پاسه ۶۵۰۰ فلسطینیان وژل سوي دي. شاوخوا ۵۰ یرغمل سوي کسان د حماس په بند کې پاته دي چې گومان کیږي شل تنه به یې لا ژوندي وي.