غضنفر به د چمپینز ټرافي سیالیو برخه نه وي
۱۴۰۳ بهمن ۲۴, چهارشنبهد افغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د فبروري ۱۲مه) وویل چې «ځوان او تکړه ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) له سیالیو بهر شو.»
کریکټ بورډ له لوبو د غضنفر د بهر کېدو دلیل د هغه روغتيايي ستونزه ښودلې ده. بورډ ويلي چې د نوموړي د ملا مرۍ د زمبابوې پر وړاندې د سیالۍ پر مهال کسر کړی چې د درملنې سربېره «لاهم له یادې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی.»
ورته نور ولولئ: آسترالیا: د لومړي ځل له پاره افغان ښځینه کریکټ لوبغاړو ته مالي مرستې ورکول کیږي
کريکټ بورډ زیاتوي چې د ډاکټرانو د سپارښتنې مطابق، غضنفر به څلور میاشتې له هر ډول لوبو لرې پاته وي. د کریکټ بورډ په خبره د غضنفر پر ځای به ننګیال خروټی چې دمخه د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و، اوس یې نوم د چمپینز ټرافي اصلي نوملړ ته وراضافه شوی دی.
د افغانستان کریکټ بورډ همدا راز ويلي د چې ملي لوبډله په چمپین ټرافي سیالیو کې د ګډون په موخه نن د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.
ورته نورو ولولئ: د افغانستان کریکټ بورډ د ټراټ قرارداد د ۲۰۲۵م کال تر پایه وغځاوه
افغان لوبډله به په پاکستان کې د دوو تمریناتو لوبو وروسته د دغو سیالیو لومړنۍ لوبه د فبرورۍ په ۲۱مه په کراچۍ کې له سويلي افریقا سره کوي. د افغانستان کريکټ بورډ د بل ځوان لوبغاړي نور احمد په هکله خبر ورکړی چې نوم یې د چمپینز ټرافي سیالیو په نوملړ کې شتون لري.
ورته نور ولولئ: افغانستان د جمپينز ټرافي سیالیو له پاره لوبډله اعلان کړه