طالبان: په سعودي کې له امریکا سره وینو، نه له افغان حکومت
۱۳۹۷ دی ۹, یکشنبهد طالبانو ډلې د رهبرۍ یوه غړي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې په سعودي عربستان کې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو وړاندیز رد کړی دی. تمه کیدله چې دغه خبرې اترې به په راتلونکي میاشت کې په سعودي عربستان کې ترسره شي. د طالبانو دې مقام ویلي دي چې د سولې د خبرو اترو د لړۍ د دوام له پاره به له امریکایې استازو سره وويني.
د طالبانو، امریکا متحده ایالاتو او سیمه ایزو هیوادونو استازو په روانه میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان ۱۷ کلنۍ کورنۍ جګړې ته د پای ټکي ایښودلو په خاطر سره ولیدل. طالبانو په دغه ناسته کې هم د افغان حکومت له استازو سره له ملاقات کولو څخه انکار کړی وو.
د طالبانو یو مهم غړي رویټرز خبري آژانس ته وویل: «د راتلونکي کال د جنورۍ په میاشت کې به مونږ په سعودي عربستان کې له امریکایې چارواکو سره ووينو او په ابو ظهبي کې نا بشپړ شوي خبرې اترې به پر مخ یوسو. مونږ ټولو اړخونو ته روښانه کړې چې مونږ د افغان حکومت له استازو سره خبرې نه کوو.»
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو استازی بولي ویلي دي چې د دې ډلې مشران د افغان حکومت له استازو سره خبرې اترې نه کوي.
په افغانستان کې د کړکیچ د کمولو له پاره هڅې وروسته تر هغې ګړندۍ شوې چې د طالبانو استازو په دې وروستیو کې څو واره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره ولیدل. ویل کیږي چې دواړو خواو لږ تر لږه دری واره یو بل سره لیدلي دي او په ۲۰۱۹ م کال کې یې له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو پر وتلو او اوربند خبرې کړي دي. خو متحده ایالاتو ټینګار کړی دی چې هر ډول نهایې پریکړه به د افغان حکومت په مشرۍ ترسره کیږي.
د هغو معلوماتو پر بسنټ چې د ناټو په مشرۍ د پریکړنده ملاتړ ماموریت له خوا خپاره شوي دي، افغان حکومت د دې هیواد په ۶۵ سلنه نفوذ کنترول لري چې دا په مجموع کې د افغانستان د ولسوالیو ۵۵،۵ سلنه برخه تشکيلوي.
له ۲۰۰۱م کال را پدیخوا حکومتي کنترول خپل تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی. خو طالبان بیا ادعا کوي چې د افغانستان د خاورې ۷۰ سلنه په واک کې لري. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې يوې سرچينې ویلي دي چې حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د یوه دیپلوماتیک چینل د رامنځته کولو په هڅه کې دی.
دغې سرچينې د خپل هوئیت د پټ ساتلو په شرط د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «خبرې اترې باید د افغانانو تر منځ او د هغوۍ تر رهبرې لاندي وي.» هغه زياته کړې: «دا ډیره مهمه ده چې د طالبانو ډله دا حیقیقت ومني.»
سره له دې ټولو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستیو کې اعلان کړی دی چې له سوریې څخه په بشپړ ډول خپل سرتیري وباسي. په دې ترڅ کي رسنيو داسي خبرونه هم خپاره کړي چي ګواکي ترمپ له افغانستان څخه په راتلونکي نژدې وخت کي د ۷۰۰۰ امريکايي عسکرو پر ويستلو غور کوي. دا په داسي حال کي چي په افغانستان کي نژدې ۱۴۰۰۰ امريکايي عسکر مستقر دي.