طالبان ولي د امنیتي زونونو نومونه عربي ته بدلوي؟
۱۴۰۱ دی ۱۹, دوشنبهپر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنۍ سره سم د دغه هيواد د قول اردوګانونو او یوشمیر نظامي مرکزونو نومونه تغیر کړل او اوس بيا ویل کیږي چې دغي ډلي اتو امنیتي زونونو ته عربي نومونه ورکړي دي.
په هغه نوملړ کي چې په ټویټر کي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معنیت د مطبوعاتو او عامه اړیکو مشر قدیر افغان خپور کړی راغلې چې ۸ امنیتي زونونو ته یې نوي نومونه ورکړي دي.
په خپاره شوي نوملړ کې د ۱۰۱ اسمايي، ۲۰۲ شمشاد، ۳۰۳ سپین غر، ۴۰۴ میوند، ۵۰۵ بست، ۶۰۶ انصار، ۷۰۷ پامیر او ۸۰۸ سپین زر نومونه عربي ته بدل شوي دي.
۱۰۱ بدر، ۱۰۲ خندق، ۱۰۳ فتح، ۱۰۴ خیبر، ۱۰۵ انصار، ۱۰۶ احزاب، ۱۰۶ اقصی او ۱۰۸ حنین د طالبانو د امنیتي زونونو نوي نومونه دي.
کارپوهان وايي چې طالبان بايد د هیواد ملي ژبي پیاوړي او ورته پاملرنه زیاته کړي او هغه نومونه چې اوس یې د بدلون خبري کیږي د افغانانو د کلتور، خاوري او ارزښتونو سره تړاو لري.
د فرهنګي چارو کارپوه اشرف سادات وايي: «طالبانو ته په اوسنۍ موډرنه نړۍ کي تمدن لومړیتوب نه لري ځکه دوی واېې مبارزه یې د اسلام له پاره ده، نو نومونه هم اسلامي او انقلابي خوښوي. خو د دوی دا کار زموږ د هیواد تاریخي لید لوري او ژبو ته زیان رسوي.»
کارپوهان وايي، هره ژبه او هر ملت خپل تاریخ او ارزښتونه لري. د پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار په خبره: «د تاریخي او ملي نومونو ساتنه د هرې جغرافیا او تمدن د فرهنګي ارزښتونو برخه ګڼل کیږي، اړتيا نشته چې خپل نومونه ليري کړو او عربي يې پرځای وټاکو. په دې کې خو کوم داسې د روا او ناروا څه نشته.»
ولې طالبانو د لسګونه ښځو د سفر مخنیوی کړی؟
که څه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په رسمي ډول د دغو نومونو د بدلولو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې طالبانو د هیواد د قول اردوګانو او یوشمیر نورو پوځي بنسټونو نومونه هم له پښتو او دري څخه عربي ته بدل کړي وه.
«نړيوال، په ځانګړې توګه اسلامي هيوادونه دې مو په رسميت وپېژني»