طالبان: د بن په قونسلګرۍ کې د پاسپورټ چاپ پیلیږي
۱۴۰۴ مرداد ۱, چهارشنبهوروسته له هغې چې د آلمان حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري دوه قونسلي کارکوونکي ېې منلي، اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ډېر ژر د آلمان په بن ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې تر څلور کلن ځنډ وروسته د پاسپورټ د چاپ او وېش لړۍ له سره پيلوي.
د طالبانو دغه دوه قونسلي استازي آلمان ته داخل شوي دي. د آلمان حکومت ويلي دي چې دغه استازي افغانستان ته د مجرمو افغانانو د اخراج پروسې د تسهیل په موخه منل شوي دي.
د آلمان فدرالي حکومت د جمعې په ورځ ۸۱ افغانان چې په آلمان کې د جرمونو مرتکب ګرځېدلي ول، کابل ته اخراج کړل. دا د آلمان په اوسني ائتلافي حکومت کې د افغانانو لومړنی اخراجي پرواز او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې دوهم دا ډول پرواز دی. آلمان وايي چې د افغانانو دغه پروازنه ېې د قطر حکومت په منځګړيتوب ترسره کړي دي.
په بن کې د افغانستان قونسلګري
طالبان په حاضر وخت کې یوازې په برلین کې د افغانستان د سفارت او په مونشن کې د افغانستان د قونسلګرۍ له خوا صادر شوي اسناد مني او د بن قونسلګرۍ له خوا صادر شوي اسناد بې اعتباره ګڼل کیږي.
د آلمان حکومت هم په اوس وخت کې یوازې هغه اسناد مني چې د افغانستان د برلین او مونشن ديپلوماتيکو استازولي له خوا صادر شوي وي.
که څه هم طالبان به ښايي د آلمان په قونسلګرۍ کې د خپلو دوو استاز حضور خپله یوه بریا وګني، خو د آلمان حکومت پر دې ټينګار کړې چې اړیکي به يوازې په تخنيکي سطحه کې پاته وي او د طالبانو د رسمیت پېژندنه به په کارونو کې ځای ونه لري.
د آلمان په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري د افغانستان د پخواني حکومت پر وخت هم د اروپا په سطحه د پاسپورټونو د چاپ یوازنی مرکز و، چې له همدې لحاظه دغه قونسلګري لوی اهمیت لري.
له قطر څخه د طالبانو ستاینه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل چې د دغه وزارت سرپرست، امیرخان متقي، د آلمان فدرالي جمهوریت سره په «وروستیو خبرو او پرمختګونو» کې د قطر حکومت له منځګړیتوب څخه ستاینه وکړه. په اعلامیه کې راغلي دي چې متقي په دې هکله د قطر له خارجه وزیر داکتر محمد بن عبدالعزیز الخلیفی، سره پر ټيلفون خبرې وکړې.
د بشري حقونو د فعالانو غبرګون
د بشري حقونو یو شمېر مدافعینو په آلمان کې د طالبانو د دوو قونسلي کارکوونکو له منلو سره مخالفت ښودلی او «په آلمان کې طالبانو ته د افغانستان سفارت د نه سپارلو» تر عنوان لاندې ېې یو کمپاين پيل کړی دی.
دوی پر اکس شبکه د خپل دغه کمپاين په خپرولو د آلمان حکومت ته په خطاب کې ویلي دي: «طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل د نسل وژنې، له ښځو سره د ضدیت او د قومي پاکسازۍ په معنی دی. هغه هم په داسې حال کې چې دغه رژيم د جزا نړېوالې محکمې تر تعقیب لاندې دی.»
دغو فعالانو ويلي: «جنایات کارانو ته مشروعیت مه ورکوئ. دغه اقدام نړېوال عدالت زیانمنوي.»
له آرشیف څخه: