طالبانو په کابل کي د بیگم راډیو خپروني بندي کړي
۱۴۰۳ بهمن ۱۷, چهارشنبهد طالبانو ادارې د کلتور وزارت د ایکس پر پلټ فورم باندي د دې کار دلیل دا بللی دی چي د «بیگم راډیو» په نامه دغي شخصي رسنۍ ، بهر میشتي ټلویزیوني رسنۍ ته معلومات استول او په دې ډول یې د نشراتو له مقرراتو څخه سرغړونه کوله.
د ښځو دغه راډیو باید اوس د خپل راتلونکي په اړه تر پریکړه کولو مخکي د جواز ورکولو ازموینې څخه تیره سي.
اړوند:د خبریالانو مرکز: طالبانو ژوندۍ او د دوی پر سیاستونو انتقادي خپرونې منع کړې
لکه څنگه چي په پاریس کي د آلماني مطبوعاتي آژانس همکارې رسنۍ خبر ورکړی دی، د دغي راډیو دوه نارینه کارکوونکي نیول سوي دي. سربیره پردې طالبانو د راډیو دفتر هم پلټلی دی.
بیگم راډیو، واک ته د طالبانو له بیا رسیدو څخه پنځه میاشتي مخکي، د۲۰۲۱م کال د مارچ مياشتي پر اتمه د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت په فعاليت پيل کړی وو. دغي رسنۍ له شپږم ټولگي څخه تر دوولسم ټولگي پوري د زده کړي برنامې هم خپرولې.
اړوند:طالبان: کارپوهان او خبریالان دي له «افغانستان اينترنشنال» سره له همکارۍ ډډه وکړي
که څه هم طالبانو په اول سر کي د یوه معتدله حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه، خو په افغانستان کي ښځې او نجونې له لوړو زده کړو، ډېرو کارونو او عامه ځایونو څخه بې برخې دي.
په افغانستان کي د رسنیو آزادي نسته
په اوس وخت کي لا د ښځو له خوا او د هغوی له پاره څو راډیوګانې په فعالیت بوختي دي. په ۲۰۲۳م کال کي په بدخشان ولايت کې د ښځو له پاره د یوې راډیو د سټیشن مؤقتي تړل، وروسته له هغهد رسنیو سرټکي سول، کله چې د طالبانو په وینا یې د روژې په مبارکه میاشت کې سندرې خپرې کړې.
اړوند:په افغانستان کې خبریالانې له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟
د بې سرحده خبریالانو سازمان پر طالبانو ږغ کړی دی چي د راډيو بيگم بندیز بيرته ایسته کړي او په هیواد کي یې د مطبوعاتو د ازادۍ پر محدودیت انتقاد کړی دی.
تېر کال طالبانو د دولتي او خصوصي رسنیو دوولس کمپنۍ وتړلې او ګڼ شمیر خبریالان یې بندیان کړل.