طالبانو د یوه امریکايی تبعه د نیولو تورونه رد کړل
۱۴۰۴ تیر ۱۲, پنجشنبهد طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د افغان ـ امریکايی تبعه محمودشاه حبیبي د نیول کیدو خبره رد کړه. د امریکا متحده ایالاتو د هغو معلوماتو له پاره چی د حبیبي د ځای د پیدا کولو او بیرته ستنیدو سره د مرستې سبب سي ، یوه ۵ میلیون ډالري جایزه ټاکلې ده.
د مجاهد له خوا د ایکس په پاڼه کی خپره سوې وینا کی راغلي دي:« اسلامي امارت د افغانستان د استخباراتو له خوا د محمود شاه حبیبي په نوم د یوه افغان د لادرکه کیدو په هکله د امریکا متحده ایالات تورونه ردوي.»
اړوند:په افغانستان کې د تښتول شوي امریکایي له پاره جایزې ټاکل شوې
په وینا کی راغلي دي چی طالبانو د حبیبي د کورنۍ د عریضې له مخې « د ټولې اړونده ادارې ارزولي دي ، خو هیڅ داسي نښه نه ده تر سترگو سوې چی نوموړی کس دي د کوم ارگان له خوا نیول سوی وي.»
طالبانو په دغه وینا کی ویلي دي چی مخکې له دې نیول سوي امریکایي اتباع له خپلو کورنیو سره دوامداره اړیکي درلودې او عدلي ارگانونو د هغوی په هکله علني فیصلې کړي دي.
خو په وینا کی راغلي دي چی یوه دایمي کمیټه د شکایتونو د اوریدو د ادارې په مشري د لادرکه سوو کسانو په اړه څېړنه کوي.
محمود شاه حبیبی څوک دی؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چی محمود شاه حبیبی له خپل چلوونکي او یوه مخابراتي شرکت ۲۹ کارکوونکو سره د ۲۰۲۲ م کال د اگست پر ۱۰ مه نیول سوی دی.
حبیبيد افغانستان په پخواني حکومت کی د ملکي هوايي چلند د ادارې د رئیس په توگه دنده پر مخ بیولې ده.
حبیبي پهامریکا متحده ایالاتو کی مستقر یوه مخابراتي شرکت له ۳۰ کارکوونکو څخه یو ؤ ، چی د امریکايي ځواکونو په یوه برید کی د القاعده د مشر، ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته د طالبانو له خوا ونیول سول.
په هغه اعلامیه کی چی دامریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د عدالت له پاره د جایزې د برنامې له خوا خپره سوې ده ، راغلي دي:« د ښاغلي حبیبي له نیول کیدو راهیسي د هغه په هکله هیڅ کوم خبر نسته او په اصطلاح د طالبانو حکومت د هغه د ساتلو د ځای او یا هم وضعیت په هکله هیڅ ډول معلومات نه دي وړاندي کړي.»
په دغه اعلامیه کی راغلي دي:«د عدالت له پاره جایزه ، تر ۵ میلیونه ډالر پورې د هغو معلوماتو له پاره یوه جایزه وړاندي کوي چی د هغه د ځای د پیدا کیدو ، کشف او نیول کیدو سبب سي.»
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د نوموړې اعلامیې له مخې، حبیبي په کابل ښار کی د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول سوی او له هغه راهیسي تر اوسه پورې د نوموړي په هکله هیڅ ډول معلومات په لاس کی نسته.