«امريکا به په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد ځواک ته اړتيا ولري»
۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبهد خبرو اترو موخه د طالبانو پر ضد د جگړې پای ته رسول دي څوک چې هغه وخت په افغانستان کې حاکم ول چې القاعده شبکه چې پر امريکا یې بریدونه کړي ول، کندهار یې اصلي مرکز وو.
القاعده شبکه چې اوس هم د طالبانو له خوا ساتل کيږي، د افغانستان په ځينو سيمو کې له فعاله پاته ده او د داعش ډله هم ور اضافه شوې ده. په داسې حال کې واشنگټن ميشته کارپوهان او شنونکي په دې باور دي چې د امريکا د ترهگرۍ ضد ځواکونو په حضور سره پر دغو ډلو فشار بايد همداسې دوام پیدا کړي.
د ويلسن په څېړنيز مرکز کې د جنوبي آسيا د چارو کارپوه ميشايل کوگلمن په دې اړه وايي: «طالبان غواړي چې امريکايي عسکر په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.» خو نوموړی زياتوي چې امريکا دې ته اړتيا لري چې د هېواد له دننه څخه پر القاعده شبکې او داعش فشار «همداسې وساتي او يا نور په شدت سره یې پر ضد مبارزه وکړي لکه په دې تېرو کلونو کې چې تر فشار لاندې نيولي ول.»
هغه زياته کړه: «سړی يقيناً چې په افغانستان کې د ترهگرۍ د گواښ په مقابل کې يوه ستر پوځ ته اړتيا نه لري. خو لږ تر لږه يو څو زره عسکر په کار دي. زياتره انحصار د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا دی.»
د قطر د توافق يو ټکی دادی چې واشنگټن به په يوه کال کې خپلې پنځه اډې پريږدي او ۸۶۰۰ عسکر به وباسي. د نورو عسکر راايسل به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر خبرو اترو انحصار ولري.
خو د امريکايي ځواکونو مشر جنرال جوزف دانفو تېره اوونۍ وويل چې په افغانستان کې د فعالو ترهگرو ډلو د گواښ له کبله به ټول امريکايي عسکر را ونه وځي. دانفورد وويل: «زه اوس د «وتلو کليمه» نه کاروم.»
هغه زیاته کړه: «زه [دا کليمه] کاروم، چې موږ ځان په دې خبره ډاډه کړو چې افغانستان [د ترهګرو] پټنځای نه وي. موږ به دا هڅه وکړو چې په افغانستان کې سوله او ثبات راولو.«
کوگلمن وايي دا چې امريکا به د دغه ډلو د ځپلو له پاره څومره فشار ته اړتيا ولري، د افغان ځواکونو پر پياوړتيا او قدرت پورې اړه لري او دا چې آیا طالبان دې ته حاضر دي چې د القاعدې له ملاتړه لاس واخلي او یا آن له داعش سره همکاري وکړي.
هغه وويل: «په افغانستان کې دمگړۍ ستر ترهگریز خطر د داعش ډله ده.» نوموړي زیاته کړه چې «القاعده اوس د پخوا په څېر پياوړې نه ده.»
کوگلمن زياته کړه چې يوه مهمه انديښنه داده چې هغه سخت دريځه طالبان چې له امريکا او افغان حکومت سره د يوه تړون مخالف دي، آيا هغوی به له داعش سره یوځای شي.
خو کوگلمن په عين وخت کې زياته کړه: «زه په رښتيا هم داعش ته د يوه نړيوال گواښ په توگه لکه القاعده شبکې چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې پېښ کړی وو، نه گورم. د هغوی [داعش] مخې ته ډېر خنډونه دي.»
افغانستان ته پخوانيو امريکايي سفيرانو هم د سه شنبې په ورځ له دغه هېواد څخه د امريکايي ځواکونو د راايستلو په اړه خبرداری ورکړی وو.
د بروکنگ بنسټ څخه ميشايل او هانلون وايي چې امريکا او متحدين یې ښايي له ۳۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پرسونل ته اړتيا ولري او د گواښ، نظارت او هوايي بريدونو د اړتيا په بنسټ یې په سيمه کې خپور کړي. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زما په آند درې يا څلور سترې اډې (باگرام، کندهار، خوست او جلال آباد او په شمال او لويديځ کې د متحدينو يو څه مرسته) به بسنه وکړي.»
BS/NZ (AFP)