سويډن له اکتوبره تمديد سوي افغاني پاسپورتونه نه مني
۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبهپه ځينو اروپايي هيوادنو کي د افغان مهاجرو په اړه د قوانينو د سختولو په بهير کي اوس سويډن اعلان کړی دی چي هغه پاسپورتونه نور نه مني چي د تمديد سټيکر پر وهل سوی وي. دغي ادارې په سويډن کي له مېشتو افغان مهاجرو څخه غوښتي دي چي نوي پاسپورتونه واخلي.
په سويډن کي د مهاجرو د حقونو فعال احمد اکليل خليل، وايي چي د سويډن د حکومت سختګيريو په ځانګړې توګه د نوي حکومت تر تشکل وروسته افغان مهاجرو ته ډېر خنډونه جوړ کړي دي.
هغه وويل: «په دغه اقدام سره به ډېر افغان مهاجر اغېزمن سي. نه يوازي هغه کسان چي تازه سويډن ته راغلي دي، بلکي هغه کسان هم چي خپل اقامت يې د کورنيو د يوځای کيدو، کار يا زده کړو له لاري ترلاسه کړی دی او کيدای سي اقامت يې له ستونزو سره مخامخ سي.»
د مهاجرو د حقونو دغه فعال زياتوي چي دغه شان وضعيت مهاجرو ته ستونزي پيښوي. هغه خبرداری ورکوي چي د دې اقدام پر وړاندي به سخت غبرګونونه وښوول سي او په سويډن کي ډېر مېشت افغانان به له دغه اقدامه اغېزمن سي.
هغه دا اندېښنه هم څرګندوي چي په سويډن کي د افغانستان سفارت ممکن د طالبانو استازو ته وسپارل سي.
د هغه په خبره: «اوس په سويډن کي د افغانستان سفارت يوازي د پاسپورتونو د تمدید کار پرغاړه لري. خو د نه تائيد سويو معلوماتو له مخي د دغه سفارت يوازي يو يا دوه ديپلوماتان معتبري ديپلوماتيکي ويزې لري. د دغو ويزو له ختمېدو سره کيدای سي د سفارت فعاليت هم وځنډول سي او احتمال سته چي د آلمان په شان په سويډن کي هم د افغانستان سفارت د طالبانو په کنترول کي سي.»
د سويډن د مهاجرت ادارې اعلان کړی دی چي هغه کسان چي پاسپورتونه يې په سټيکرونو سره تمديد سوي وي، هغوی به اقامت، يا د زده کړو يا د کورنيو د يوځای کيدو اقامت ترلاسه نه کړي.
ډېرو اروپايي هيوادونو په ځانګړې توګه جرمني د نوي ائتلافي حکومت له جوړيدو وروسته خپل د مهاجرت سياست پاليسي نوره هم سخته کړې ده. آلمان حتی د ځينو افغان مهاجرو افغانستان ته د بيرته ستنولو له پاره د طالبانو دوه استازي ومنل.
دې پريکړي د بشري حقونو او د مهاجرو د حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي.