سرمقاله: هیڅ څوک نه شي کولی موږ له حقیقت ویلو منع کړي
۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سهشنبهد ژورنالیزم ۶۵ کلنې سابقې ته نظر اچول انسان ته ښه احساس وربخښې. موږ په دویچه ویله کې کولی شو په هغه څه و ویاړو چې ترلاسه کړي مو دي. دې رسنۍ په ۱۹۵۳م کال کې د خپل فعالیت د پیل راهیسې تر اوسه پورې ډیر تغیرات تجربه کړي دي.
دویچه ویله له هغه راډیو څخه چې په لنډو څپو یې له هیواد څخه بهر د آلمانانو له پاره خپرونې درلودې، اوس په څو رسنیز بین المللي موسیسي بدله شوی دی.
مونږ دغه وړیا او مسئولیت هره ورځ احساسوو چې کولی شو د نړیوالو رسنیو په کاروان کې د آلمان غږ اوسو. په ټوله نړۍ کې د ډیرو کارونکو له پاره دویچه ویله په یوه باوري معلوماتي منبع بدله شوې. موږ له ژورنالیزم سره د بیان آزادۍ ته ژمن یو او د دې آزادۍ د سرکوبیدو پر ضد مبارزه کوو او خپلو دغو هڅو ته بی له محدودیت څخه ادامه ورکوو. هغه درناوی چې موږ یې له دې لحاظه ترلاسه کوو، موږ ته فوق العاده انګیزه راکوي.
رژیمونه زموږ د خپرونو سیګنالونه بندوي، خو پوه او روڼ اندي خلک، که څه هم د داسې رژیمونو تر سلطې لاندې وي، په پرله پسې ډول د داسې لارو د بیا موندې هڅه کوي چې زموږ معلوماتو ته لاسرسۍ پيدا کړي او هغه له نورو سره شریکې کړي.
دا ډول خنډونه موږ ته په دې معنی دي چې تل باید د ټکنالوژۍ له پلوه تر ټولو په لوړه سطحه کې قرار ولرو. د بیلګې په توګه د سانسور ضد سافټ ویر څخه د استفادې په برخه کې. موږ غواړو چې خلکو ته اطلاعات ورسوو، څو دوی د دغو مسائلو په اړه خپل نظریات او قضاوتونه ولري. دویچه ویله په دې برخه کې مهمه ونډه لري.
د نړۍ دیجیټال کیدو موږ ته نوې دنیا رامنځته کړې ده. نن موږ کولی شو د ډیرو خلکو غږ ته انعکاس ورکړو او دې ته زمينه مساعده کړو چې په نړیوال ډیالوګ کې ګډون وکړي، هغه څه چې د دیجيټال د برخې بنسټ ایښودونکو یې هرو مرو هیله درلوده.
خوشحاله یم چې هره ورځ د ۶۰ مختلفو ملیتونو له همکارانو سره کار کوم چې له نړۍ یو ښه ځای جوړ کړو، هغه ځای چې د هر وګړې نظر په کښې ارزښت ولري. هیڅ شي او هیڅ څوک نه شي کولی موږ له حقیقت ویلو څخه منع کړي.
له نن څخه ۶۵ کاله پخوا ته نظر اچول د یادون شبیه نه ده، بلکې دا موږ هڅوي څو د خپلو مينه والو هیلې پوره کړو، هغوي سره ملتیا وکړو او هغوي ته الهام بخښونکي اوسو. موږ له خپل تاریخ څخه د مسئولانه خبریالۍ بنسټونه اخلو چې دا زموږ د خپل تصور یوه برخه ده. دویچه ویله د نړۍ یو د قوي دیموکراسۍ درلودونکي هیواد بهرنۍ رسنۍ ده. هغه دیموکراسي چې اعتراف کوي له تیروتنې خالي نه ده.