طوفانونو په امريکا کې لږ تر لږه لس کسان وژلي
۱۳۹۸ دی ۲۲, یکشنبهد امريکا په سویلي ايالتونو او منځني لويديځ کې د ژمنيو تندو بادونو او سختو ورښتونو له امله په ډيرو سيمو کې بريښنايي شبکې پرې او له زرو ډير پروازونه کنسل شوي دي.
زياته شوې چې په دغه ډير چټک باد او ورانونکو ورښتونو کې لږ تر لږه لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بيړنيو حالاتو ته د رسيدګۍ يوه آژانس ويلي دي چې دغه ځاني تلفات د باد د يوې اوږدې او چټکې لیکې له امله چې بريښنا هم له ځانه سره لري، اړولي دي.
په لوئيزيانا کې يوه سيميز دفتر پر خپل فيسبوک پاڼه ليکلي دي، چې د اوروژنې ادارې کارکونکو يوه ښځه او ميړه د هغوی په ويجاړ شوي کور کې موندلي دي. ويل شوي چې د باد سرعت دومره تيز وو چې دغه کور يې له خپل اصلي ځای څخه ۶۱ متره لرې وړی وو. وژل شوې ښځه او ميړه د پاخه عمر خاوندان ښودل شوي.
د «Caddo Parish Coroner» په نوم يوه دفتر بيا ويلي دي چې يوه ۷۵ کلن سړي هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په کور باندې يې يوه ونه وغورځيده.
هاخوا د فليپين په «تال» نومې سيمه کې د يوه ځواکمن اورشيندي غره نښې ليدل شوي دي. د فرانسې خبري آژانس په حواله چارواکو د سيمې ۸۰ زره اوسيدونکو ته ويلي دي چې هرومرو له خپلو سيمو ووځي.
دغه سيمه د فليپين پلازمينې مانيلا په ۶۵ کيلومترۍ کې پرته او د فيليپين يوه آتشفشان لرونکې سيمه ده. د تال د ۱۹۱۱م کال د اورشيندنې په پيښه کې ۱۳۳۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.